ځوے د حوا ښکلے دے
څومره بلا ښکلے دے
هغه یو وړوکے دې
وکړي ادا ښکلے دے
خود به مې په مړو سترګو
وولي رسا ښکلے دے
یا ربه زما ئې کړه
کړم به دعا ښکلے دے
زهٔ په تا آباد یمه
ژوند مې په تا ښکلے دے
یار او حرم ګورمه
دا او که دا ښکلے دے
یار د جنتونو نه
یو په اویا ښکلے دے
خداې دې راته روغ لري
کور په بابا ښکلے دے
یو هلال ئې نهٔ وائي
وائي دنیا ښکلے دے
اظهار الله هلال
ایک تبصرہ شائع کریں