QUESTION MARK?
مونږ هم ليدلى ډېر خواږۀ وختونه
مونږ به هم فخر پۀ خپل ځان کوؤ
مونږ سکندؔر پۀ سړى توب پوهه کړو
مونږ نه خطر به چنګيزؔخان کوؤ
زمونږ غورؔى، خلجىؔ، لودؔهى، اؤ شيرؔشاه
ډېر عمر راج پۀ هندوستان کوؤ
مونږ د مغل اؤ د فيرنګ سره هم
لاس پۀ لاس جنګ پۀ هر ميدان کوؤ
مونږ د جذبې مونږ د عمل خلق وو
نۀ مو دعا نۀ مو ارمان کوو
خو بيا څۀ داسې سيلۍ والوته چې
خلق ټولګي ټولګي جدا روان شو
د سرې ډولۍ سور انقلاب پۀ طمعه
مونږ هم راپورته شو اؤ بيا روان شو
ډېر بۀ خوشحاله وو لت پت پۀ وينو
مونږ وې پۀ لاره د بابا روان شو
مونږ وئيل مونږ پښتونستان جوړؤو
کابل مو پريښود پۀ انډيا روان شو
با با به وې چې پښتنو ملګريو
مونږ لۀ پښتو، ننګ او غيرت پۀ کاردے
انګرېز پۀ مونږ باندې يرغل کړے دے
د دوى خلاف اوس بغاوت پۀ کار دے
پۀ خپل وطن کښې چې خپل واک نۀ لرو
لۀ داسې ژوند نه خو نفرت پۀ کاردے
خو دغه جنګ پۀ ځان ځانۍ نۀ کيږى
مونږ له هم ډله اؤ طاقت پۀ کاردے
چا رسالې د پښتو وليکلې
چا وې چې مونږ له سياست پۀ کاردے
دلته به يؤ د ازادۍ چغه کړه
هلته به بل وې شهادت پۀ کاردے
اخر د خدائے خدائى پۀ جوش کښې راغله
اؤ لۀ جرمن ځنې شغله پورته شوه
جاپان لوخړه شو، نازؔيان لمبه شو
روسياؔن راويښ شو امريکه پورته شوه
لۀ فېرنګي نه هم وار پار خطا شو
چې د سامراج خلاف فتنه پورته شوه
د ازادۍ سيلاب غورځنګ وکړلو
اؤ پۀ ټول هند کښې غلغله پورته شوه
مونږ هم تورزن وو ننګيالى خلق وو
لاس کښې زمونږ هم سره جنډه پورتۀ شوه
مونږ وې منزل بس رانزدې شو راغے
مونږ وې سحر شو تورۀ شپه پورته شوه
خو لاس تړلى، خالى لاس ولاړ وو
لۀ حقيقت نه چې پرده پورته شوه
وخت چې د ګټې د تقسيم راغے
نو مونږ پۀ يو دوه کښې حيران پاتې شو
نۀ مو اسلام، نۀ مو پښتو نصيب شوه
نۀ يؤ وجود ټول افغانان پاتې شو
ملا کافر کړو، هندو ولوټلو
مونږ خالي لاس پۀ تش ميدان پاتې شو
وختونه لاړل زمانې تېرې شوئې
خو مونږ چې څنګ وو هغه شان پاتې شو
بائد چې غوڅه فېصله وکړو نن
چې بنيادم شو کۀ وحشيان پاتې شو؟
هسکه شمله چې خپل اولاد تۀ پرېږدو
کۀ غلامان يو، غلامان پاتې شو؟
........
19 فرورى 2002 ء بېشوڼۍ
Post a Comment