د ژوند اهنګ کښې مسته موسیقاره غوندې وه
د مـــرګ د سـوداګـرو نــــه بېـزاره غـونــدې وه
راتـلـلـــه نــه دنــنـه نـــــه بـهــر تـرې نـــه وتـــه
د زړه پـه دروازه مــې څـــوکیداره غونــدې وه
قدم یې کېښودلو ډېر پـه خیال او هــم پــه ناز
د شک پـه تـار تـړلـې وه هـوښـیاره غـونـدې وه
اظـهـار مـې ورتــه وکـړو وایــې نــه چَولو چَک
یـو هـڅـه وه څـه شنډه او بـې کاره غوندې وه
ولاړ وومــــه کـولــه مــې ســـرڅـڼـه د ارمــــان
ولاړه مــخـامـخ راتــــه هـیـنداره غـــونــدې وه
نـه ټـنـګ وو نــه سـرور وو نــه ټپه وه نه یاران
دا شپه د پسرلــي مـې څــه بیمـاره غـوندې وه
تـوبـه وومــــــــه انــوره ولـې بیا شــومـه میئن
تـوبـه زمـــا د مـینـې بـې اتـبـاره غـــونـــدې وه
Post a Comment