زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم

شاعرې

Tuesday, April 16, 2024

زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم

 


غزل


زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم 

دښمنان هم چې وي مړه ورپسې ژاړم 


بېلتانه يم داسې حال ته رسولی 

يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم 


چې تر څو مې وي دا ژبه يادوم يې 

چې تر څو مې وي ليمه ورپسې ژاړم 


ما د يار دغه غوښتنه هم پر ځای کړه

نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم 


مخ او زلفې يې په ياد راځي دروېشه !

په رڼا او په تياره ور پسې ژاړم


درويش درانی

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف