عمر مې تير کړونۀ پوهيږم يارانه کښې دچا
زۀ چې انځور نه شوم دزړه نګار خانه کښې دچا
بيا دې په خپلوږلۍ ټيټه کړه پردے دې کړوځان
بيا دې شراب څښلي دي ياره! ميخانه کښې دچا
زما وجودئې بيخي سيورے کړوپه لاس نه راځي
نه يم خبر چې زه وسېږم استانه کښې دچا
په خپل پرون پورې وي نخښتے دنن غم نه کوي
تيروي وخت داليونے په زمانه کښې دچا
ښکليه! دعقل دې ډېر ومنل اوس زړه ته راشه
لږ دا محل پرې ږده وخت تېر کړه ويرانه کښې دچا
هر سنګ تراش مې ورانوي دجوړولوپه خيال
ما ځان نه بت جوړ کړومنګله! بت خانه کښې دچا
اسيرمنګل
ایک تبصرہ شائع کریں