چې د خپل قد اؤخپل قوت نه مې سېوا وکړه
عاشقي دغه هومره ډېره وه چې ما وکړه
دړد مې د سترګو اؤ د شونډو نه يو شان څڅيږي
ژبه مې ګونګه شه کۀ ځان ته مې دُعا وکړه
شمعې ئې بلې د مقتل پۀ بورجلونو پرېښوې
دا ځل څۀ ډېره عجيبه ټوقه هوا وکړه
چې خپل وجود به رانه خپله ګواهي وغوښته
ما به همېش د يوۀ نوم نه ابتدا وکړه
زمکې يم پرېښے اؤ اسمان ته مې لاس نۀ رسيږي
پۀ کوم موسم کښې دې زما د سر سودا وکړه
د قاف د غرۀ ننداره ځائې پۀ ځائې نيمګړې پاتې
زۀ به راځمه دوباره، کۀ ژوند وفا وکړه
دا لارې ستړې دي زما د قدمونو پۀ شان
تسنيمه! بيا د کوم سفر دې تمنا وکړه
ایک تبصرہ شائع کریں