غزل
ــــــــــــــــــــــــــ
زمکه وم خدایه خو بلند لکه اسمان شومه زۀ
ستا لۀ یوۀ یوۀ فرمانه چې قربان شومه زه
ستا لۀ وجوده به تاوېږم کۀ سیلۍ کړمه خداے
ستا په زلفانو به ورېږم کۀ باران شومه زۀ
چې ستا د شونډو د حیات په جام مې خُلۀ کېښؤده
مرګ به مې څۀ وکړي اوس یاره! جاوېدان شومه زۀ
ما ستا په حسن پسې ځان داسې برباد کړلو چې
ستا په سپرلي مخ پسې زیړ لکه خزان شومه زۀ
عشق مې د زړۀ دننه خوري، غم مې ځواني خاؤرې کړه
نۀ خو کوهکن شوم، نۀ مجنون د بیابان شومه
د ژوند رفتار بیا اودرېدو راسم کړے نۀ یم
پل اخیستو نه پس چې یو ځلې روان شومه زۀ
هر یو منظر مې دومره ډېر د توقع خلاف ؤ
چې په دې لار په هر قدم باندې حېران شومه زۀ
په زړۀ کښې ومه او د زړۀ دننه پاتې شومه
ارشاده! هائے د پښتنې پېغلې ارمان شومه زۀ
ارشاد خالق
شانګله پښتوخواه
۲۶ جون ۲۰۲۳
ایک تبصرہ شائع کریں