دا شعرونه نورالبشر نويد صيب د اجمل خټک بابا په وفات ليکلي وو

شاعرې

Monday, April 15, 2024

دا شعرونه نورالبشر نويد صيب د اجمل خټک بابا په وفات ليکلي وو

 



دا شعرونه نورالبشر نويد صيب د اجمل خټک بابا په وفات ليکلي وو ؛


واخله باچاخانه د خوشحال د کور قلنګ ملنګ

سور کفن کښې تاله درځی ستا پۀ شان ملنګ ملنګ


څومره نازاولے احتجاج لکه ماشوم کوی

 خاورو کښې اودۀ شو د حالاتو ستړے تنګ ملنګ


اوګورئ پۀ لاس کښې د تاریخ د  جبر  تبر ته

 مړ شو د ب-ې--ننګه پښتنو سره پۀ ننګ ملنګ


غاړه کښې مې پروت دے لکه قرض د پښتون وطن

 څنګه یې ادا کړمه پۀ مینه کښې لونګ ملنګ


بویه چې څوک بیا راواخلی دا کچکول او دا رباب

 بویه چې پۀ دې کوڅو بۀ راشی پۀ غورځنګ ملنګ


ورک اسلام اباد شه غټ غټ خلق پۀ پېسو اخلی

 سرو سپینو بدل نکړو پۀ رنګ دا غنم رنګ ملنګ


خلق څۀ اوښیار دی د لمبو پۀ سېوری خوب کوی

 نشته پۀ رڼا پسې د مینې یو پتنګ ملنګ


خلقو روغې وکړې تورابان سره پۀ نیمه شپه

 پاتې شو سوالی سوالی پاګل پاګل پۀ جنګ ملنګ


ماته د غلا.م وطن ګستا-خې هوا دا اووې

 ځار شم د با-غی با-غی پښتون پښتون خوش رنګ ملنګ


هلته کښې د وينو ډنډ او دلته ګل پۀ واوره کښې

 یو سپرلے او دوه ګلابه رنګ پۀ وينو رنګ ملنګ


سره ډولۍ او سرۀ جنجیان او چغې د اعلا اعلا

 خوب وینم چې خیجی پۀ جنت کښې پۀ پالنګ ملنګ


زۀ بۀ د غېرت چغه د بانګ پۀ شانې وایمه

 څکلی پۀ بشر دی د پښتو د نشې بنګ ملنګ

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف