ډاکټر اسرار سره یوه شېبه ناسته

شاعرې

Friday, April 12, 2024

ډاکټر اسرار سره یوه شېبه ناسته

 



**ډاکټر  اسرار سره یوه شېبه ناسته**

                           


د  چانه  دې زده کړي دي اسراره ! نه پوهېږم۔۔۔      دا  ستا  خبرې  ډېرې دي خوږې راسره کښېنه


    نن مازیګر د وړوکي اختر په دوېمه ورځ


 (زیارت  دوېم شوال 1445هجري/ 11 اپرېل       

 2024ء) زه اؤ  زما وراره ډاکټر سید راشدعلی  د محترم  ډاکټر اسرار صاحب  (محله الله داد خېل  هوتي)۔۔۔حجرې ته  ورغلو ۔۔۔ د اختر مبارکي او تپوس پوښتنه مو  ؤکړل  او  لږه شېبه ناسته ورسره ؤشوه۔۔۔۔ ډاکټر اسرار ویېل د اسرار صاحب (د طورو) تپوس له ورغلی ووم  زمونږ عمر اوس  داسې دی چی څو قدمه ؤګرځو  خوله کښې مو ژبه خوزي څوخبرې ؤکړو  کښېنو  پاڅو ۔نو۔۔دغه ژوند دی۔۔۔خو جی د بیمارﺉ تکلیف ورسره نه وي۔۔۔


حجره کښې د ډاکټر صاحب دوه عزیزان هم وو یو  فیاض باچا صاحب ؤ ماته څه قیافه شناس  غوندی ښکاره شو۔۔۔۔۔راشد علی  یی په  کړه وړه ؤپېژند لو....  ورته یی ووې ته د اسرا ر صاحب زوﺉ یې....   بیا یی ووي  اسرار صاحب د طورو  په کمپری هنسیو  هایی سکول مردان کښې  زما  استاد ؤ۔۔۔۔ د بل عزیز پيژندګلو ډاکټر اسرار  صاحب وکړه ۔۔۔وې۔۔۔دا فضلِ ربي باچا صاحب دی۔۔۔ خو مونږ  ورله  دا نوم آسان کړی دی ”اَرَبي باچا “ ورته  وایو۔۔۔ که تاسو خیال کړي وي  دا  پښتانه وګړي څه ځان اسانه اؤ څه آسانوونکی خلق دي  ژبه هم اسانول غواړی  محمد علی  ته  به ” مَندَلي“  وای۔۔۔۔  سم نوم به عبدالرحمان  وي  دوي به ورته” اَدرَمان “ وای   

د ډاکټر صاحب خبرې پورې ډیر دغسې نومونه را یاد شو۔۔۔زمونږ  د کلی طورو   صفی الله کاکا  ته به خلقو ”سپولا  اَکا“  وې۔۔اؤ عارف الله کاکا  په  ”اريپولا کاکا“  مشهور ؤ۔۔ ۔۔۔۔۔۔۔ زېده  صوابۍ کښې زما  د یو ملګر ي  محمد اسحاق واده  ؤ۔۔۔ هغه د خپل کور محلې لیکلی پته راکړی وه۔۔۔ زه چی هلته ؤرسیدم  تپوس می ؤکړو ۔۔۔۔محله طاؤس خانی دا ده ؟  نو د محلی په  خلقو   دا نوم   ناشنا ؤلګیدو۔۔۔۔د یو دوو سپین ږیرو نه می پوښتنه  ؤکړه۔۔۔۔نو  دواړه حیران شو۔۔۔ ویېل یی۔۔۔میلمه ! دا نوم  خو مونږ   په ړومبی  ځل ستا  د خولی نه ؤاؤریدو۔۔۔۔ ؟ ودګون اسحاق زیات وخت کراچۍ کښې تېر کړی ؤ  نو ما  ؤګڼل  په مقامي توګه به یی پېژندګلو زیاته نه وي ما د هغه د مشرانو نومونه واخستل۔۔۔۔ لحظه پس 

هغه یو مشر تندې له ټس ورکړو اؤ بل سپين ږیري  ته  یی اووی۔۔۔۔” یا هلکه !  دا میلمه  ۔۔۔ توس  خانی۔۔۔۔یاده  وي۔۔۔۔بیا یی ماته اووې ۔۔۔میلمه  هم  دا  توس خاني ده۔۔۔۔تا  بل شان نوم اخستو ۔۔۔“


زما  د  ډیر وړوکوالي  یوه بله  خبره رایاده شوه د پروفیسر حافظ محمد ادریس رح  د یو کشر ورور  ډاکټر یوسف واده ؤ ۔۔۔د دوي د کور په دونکاچه به  هلکانو  جینکو قرآن په خوَیَه او حفظ سبقونه وییل۔۔۔۔د شپې دوو شاګردانو جینکو تحمل  اؤ روشن  تاشي تامبړي غږول او په برغو آوازونو کښې  یی سندرې ویېلی ۔۔۔ د ودګون د مشرې خور آپا استادې هم  زړه  ؤتخنیدو او په خوږ آواز یی  یوه سندره شروع کړه  ؎

یه  دِل  افروزې  !

پېزوان  دې لرې کړه له  پوزې  ۔۔۔


شاګردانو  جینکو خړَت وهل  ویېل یی  بس که استاذې ! تا  د سندرې نه هم سبق  جوړ که  او بیا  دواړو   جینکو  هم هغه  سندره  داسې  وویېله ؎


یه  دِیل پَروزې !

پېزوان دې لرې که له پو زې۔۔۔۔


ډاکټر اسرار  صاحب  د ادبی او علمي ژبو  او امیانه  انسانی ژبو  په حواله  ووی  حضرت آدم علیه السلام  او حوا بی بی چی الله پاک پېدا کړل دوي به  په  یوه  ژبه کښې خبری کولی  د هغوی  اولاد به هم څه موده هغه  ژبه ویېله بیا  چی د دوي زوزاد  زیاتیدل او  په زمکه خوریدل نو دوي به پکښې  نور نور ټکي زیات کړي وي   اونو  بوټو ۔۔۔ لو ښو لرګو  څاروو۔۔۔ځناؤرو له به یی جدا  جدا نومونه  ایښې وی۔۔۔۔او د غسی به چی جدا جدا  علاقو ته  ورتلل  او نورو  سیمو کښې به میشته کېدل نو د یوې  ژبی نه  به   داسې  نورې نورې  ژبی  جوړې شوي  وي۔۔۔۔۔  یو  وخت به  داسی راشي چی د دی  ټولو ژبو نه به آخر    لکه د آدم او د حوا  بیا یوه ژبه جوړه شي۔۔۔۔بیابه  د دنیا  ټول  عالَم  په یوه ژبه کښې خبرې کوي۔۔۔۔۔۔  ډاکټر اسرار اووی۔۔۔۔   د  هرې ژبی  بیلې بیلې لهجې وي   ژبه  یوه  وي  خو  جدا جدا علاقو  کښې په  جدا لهجو کښې ویېلی شي او هره  لهجه کښې خپل جدا  حسن وي۔۔۔۔ډاکټر اسرار په دی لړکښې د یوې واقعی ذکر ؤکړو چی اخبارونو کښې یی باقاعده خبر   شایع شوی ؤ۔۔۔۔ میان  محمد نواز شریف  چی کله وزیر اعظم ؤ  نو  د هغه  په بلنه  د بهارت وزیر اعظم  واجپایی  د لاهور  دؤره  کړی  وه   ښاغلی  واجپایی شاعر هم دی نو درناوي کښې یی د یوې  مشاعرې اهتمام  شوې ؤ۔۔۔۔ واجپایی  مشاعره  کښې خپل نظم آؤرولی ؤ۔۔  روستو ترې  اخبار نویسانو  پوښتنه ؤکړه  چی ته خو صرف  شاعر نه ۔۔۔۔یؤ  لوستی او پوهه شخصیت  هم  یی۔۔۔۔ خو  تاسو خپل نظم  کښې  بیا بیا  دلفظ  ”زِندَګي “  تلفظ ”جِندَګي“  کوو   ؟ ”جِندَګي“ خو  ورته د  امیانو  ژبه کښې ویېلي شي۔۔۔۔تعلیم یافته خلَق  ورته ”زِندَګي“ وایی،،،،،؟   

وزیر اعظم  واجپایی په خندا کښې جواب  ورکړو۔۔۔


”جِندَ ګي“  کښې چی  کومه  ”مَجَه“ده هغه په ”زندَ ګي“   کښې چرته   ؟“

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف