غزل
اوښکې دي څومره، سلګۍ څومره ،شوګيرې څومره دي
ستا انتظار کښې نورې پاتې مرحلې څومره دي
دې ته نۀ ګورې چې په زړۀ يې څۀ په خلۀ يې څۀ دي
خلق تسبې د يو بل ګوري چې اوږدې څومره دي
ما دي ليدلې ځکه تاسو ته يې هم وايمه
د دې رڼو مخونو زړونو کښې تيارې څومره دي
اول ترې دا پوښتنه کېږي بيا انعام ورکوي
تا ړنګې کړې د مېخوارو مېکدې څومره دي
د زړۀ طبله دې واوره شېخه بيا سندرې غنده
ستا په رګونو کښې راګونه او نغمې څومره دي
څوک چې راځي راځي يې څښلو او څټلو لره
د دې غريبو پښتنـــــــــو وينې خوږې څومـره دي
قاتلـــه درېغه چې ليدلې اوريدلې دې شوې
دا ستا په مرګ خلقو وهلې ډمامې څومره دي
د دنيا خلق يې په شمار د تماشو ستړي شو
په دې وطن د تماشو کښې تماشې څومره دي
اسرارَ کله به خپل ځان په تور او سپين پوه وې
ستا په دنيا کښې اخر پاتې ورځې شپې څومره دي
ډاکټر اسرار اسرار
Post a Comment