جميل خان جميل

شاعرې

Friday, March 15, 2024

جميل خان جميل

 


غزل


لري به زه له خپل منــــــزله يم خو دومره نه يم

ستا په نظر کښې به خزله  يم خو دومره نه يم 


خپله خطـا مې پيـــژندلې ده بس دومره بس ده

زه  بدنصيبـــــــه له ازله يم  خو دومـــــره نه يم


چې ژوند کــــوم نو د ژوندون مبارزه به کــــوم 

زه ستړے شوے  له مزله يم خو دومـــره نه يم 


د وخت ستـــــم دے نن راغلے دے صبا به نه وي  

مايوسه زه له ځانه خپـله يم خو دومـــره نه يم


تا راته هم  د درتلـــــــــو لارې په ازغـــــو کنډلې

زه ملامته درته ګلــــــــه يم خو دومـــــره نه يم 


بيخوده پروت ستا د رخسار غرمــو وهلے جميل 

لاندې د  سيوري له اوربله يم خو دومـــره نه يم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف