د ډاکټر اسرار پیژندګلو
د مردان ښېرازه خاؤره چې پښتون ژوند له ئې تل نوموړي اتلان زېږولي دي، به ارومرو خپله يوه څانګه کښې د ښاغلي ډاکټر اسرار په شتون وياړمنه وي.
ډاکټر اسرار د ديسمبر په 15مه نېټه کال 1938ء کښې د هوتي مردان سیمې د ساداتو په در
نه کورنۍ کښې خدای بخښلي سید شمال باچا کره زېږېدلی دی. د پېښور (خېبرميډيکل کالج) نه ئې د اېم بي بي اېس سند ترلاسه کړی دی اؤ د پښتونخوا د روغتیا محکمه کښې د يؤ ډاکټر نه د (ډپټي هیلتهـ افسر) پورې پؤړۍ په پؤړۍ لاړو اؤ همدغلته ريټائر شو. بیا هم د ډاکټر نه زیات ئې اولس د یؤ شاعر اؤ ادیب په توګه پېژندګلو کوي. هغهٔ په لېبیا کښې هم د روغتياپال په حېث کار کړی دی اؤ دغه وخت د هغهٔ فکر اؤ پوهې له ډېره پراختیا ورکړې وه.
هغهٔ وړومبی کتاب په اردو ژبه کښې د (طب جديد ايلوپيتهي نهين هے).
شاعرۍ کښې هغهٔ د ميډيکل سائنس ډېر اصطلاحات د مذهبي، معاشرتي، معاشي اؤ روماني احساسونو څرګندؤنې د پاره ؤپکارول، خو د هغهٔ د بشپړ شهرت سبب د هغهٔ هغه نظم (هارټ ټرانسپلانټ) ؤګرځېدلو، کوم چې په 1967ء کښې د سویلي افريقې د ډاکټر برنارډ لخوا د زړهٔ د کامياب ټرانسپلانټېشن نه وروستو ډاکټر لیکلی دی.
د ښاغلي ډاکټر اسرار شاعري چې څومره ساده، سلیس اؤ روانه ده، هم دومره بالغه اؤ بلیغه ده. (د ژوند نغمه) په نوم د هغهٔ د شاعري ټولګه خوندي ده.
د شاعرۍ سره سره د ډاکټر اسرار نثر هم ډېر د ستائنې وړ دی. د هغهٔ نثر ته کهٔ مونږه (منظوم نثر) ؤوایو، نو مبالغه به نهٔ وي. ډاکټر اسرار د باتۍ په بوي پوهه شوی ؤ، چې د شاعرۍ په دې دندوکار کښې چې کهٔ مختصر اؤ جامع نثر منځ ته راؤړی شي، نو د لوستونکو د خْلو خوند به ورسره ښهٔ شي. دغه تکل کښې هغه پوهه هم نهٔ ؤ اؤ (تکل) ئې دریافت کړو.
(د تکل په تکل کښې) کښې د ډاکټر اسرار د نثر ډېرې خوندورې اؤ اغېزمنې ټوټې دي، چې لوستونکي ترې خوند اؤ پند اخلي، هم په دغه کتاب ورته کال 1995ء کښې د اباسین آرټس کونسل لخوا د سْرو زرو مېډال ورکړی شوی دی. دې نه علاوه هم د ښاغلي په ادبي هلوځلو اؤ زیار هغه په ګڼو اېوارډونو نمانځلی شوی دی، چې څو پکښې په دې ډول دي:
1989......اباسین آرټس کونسل اېوارډ (شاعري)
1995......اباسين آرټس کونسل ګولډ مېډتل (نثر)
1995...... چاچا کریم بخش اېوارډ
1995...... خوشحال ادبي اېوارډ (اکادمي ادبیات پاکستان)
2000......فخرِ مردان اېوارډ
2005...... ورلډ پشتو کنونشن اېوارډ
ډاکټر اسرار يؤ ډېر ساده، خوږ اؤ زړهٔ راښکونکی سړی دی. کهٔ دا ؤوایم، چې د چا شتون پښتون دی، ځاندره پښتنه ده، اغوستن پښتون دی، ناسته پاسته پښتنه ده، هر يؤ لفظ ئې پښتو اؤ پښتونولي ده اؤ په لیدلو ئې زړهٔ راټوليږي، نو هغه ډاکټر اسرار دی.
نن سبا هغه د مردان څخه د خپرېدونکي مجلې (پاڅون) چیف ايډیټر دی.
هغه د پښتنو د پاره د يؤ والي، امن اؤ جدوجهد چغه وهونکی دی اؤ مونږ دعا کوو، چې د پښتون ادب په سر دې الله تل د ډاکټر اسرار سیوری ساتي.
د شعر څو بېلګي:
کږې د قسمتونو ائينې سمول غواړي
د خپلو خواهشونو مشادې سمول غواړي
د حورو، د شرابو، د جنت تصور یؤ خوا
د نوي وخت رڼا کښې عقیدې سمول غواړي
جذبه د عقیدت ذهنونو نهٔ پرېږدي بل سوچ ته
د عقل دې دښمنې ته پڼې سمول غواړي
مقصد مې چرې نهٔ دی د چا زړهٔ ازارولآ
دې ځینې ځينې خلقو له بس خلې سمول غواړي
د زلفو کږلېچونه به پخپله باندې سم شي
د ژوند دا ورانې شوې ماشوړې سمول غواړي
......................
مينه سر کښې څهٔ اسانه غوندې ښکاري
رسول ئې سر ته ګرانه غوندې ښکاري
نهٔ هغه راځي، نهٔ زهٔ ورځم تپوس له
دا خبره را ته ورانه غوندې ښکاري
.....................
مړ د غم په ترخو زهرو شوم، شهید شوم
په لحد کښې مې د قبر چینجي نهٔ خوري
...............
ای زما همځولیه زړګیه! په ما ګرانه
ښکاري چې زما اؤ ستا به ؤ نهٔ شي نور ژواک
تهٔ غواړې خوبونه د زلفانو په يخ سیوري
ما ته پروت دی تګ د ژوندانهٔ په سور تاړاک
...............
اشنا څېرې راته اشنا نهٔ ښکاري ............. هېڅ یو تصویر راته صفا نهٔ ښکاري
په شب پرستو باندې زېری وکړئ ........... چرته کې لرې هم رڼا نهٔ ښکاري
د لوټ تالان شکایت چا ته وکړو ............ دلته خو غلا هم چاته غلا نهٔ ښکاري
شونډې هم ستا خوځي او ژبه هم ستا ... دا ستا خبرې ماته ستا نهٔ ښکاري
ښکلو په مونږ نظر بندي کړې ده .......... دي بې وفا، خو بې وفا نهٔ ښکاري
دی خو زما مرۍ ته زور راکوي .............. دا سړی ماته مسیحا نهٔ ښکاري
اسراره تلل نهٔ کړي زما په خوښه ......... ما ته دا خپل غزل زما نهٔ ښکاري
https://pashtonwriters.webs.com/
Post a Comment