راحصــار کلــه پــهـ خپل ځــان یمه زهـ / ظاهر شینواری

شاعرې

Thursday, March 7, 2024

راحصــار کلــه پــهـ خپل ځــان یمه زهـ / ظاهر شینواری

 


غزل ؎


ښکاری اسانـــه خــــــو ډېر ګران یمه زهـ

ورک به مې نهـ کړی څوک افغان یمه زهـ


تـــهـ شــرارت کــړې محبت کـــړمــه زهـ

تـــهـ کـــهـ شیطان یې نو انسان یمه زهـ


کـــهـ تـــهـ یــاری کــوې دَ ورانــــو یـــاره 

جـوړ به شم څنګه پـهـ دې وران یمه زهـ


ژاړمـــــه زړهـ کښې دَ عشـــق اور ساتمه

خاندمــه هُـــم دَ ګل پـــــهـ شان یمه زهـ


لـــهـ مـــا تـــاوېــــــږی پتنـــګان دَ رڼــــا

پـهـ تـوره شپه کښې ضو فشان یمه زهـ


مــا پهـ مــاضی کښې لیکل کـړی نهـ دی 

نــو حال مې دا چې بې عنوان یمه زهـ


لـــږ درتـــه ګورمــه کهـ ورک دې کـړمــه 

بس دومــره وایــم پــهـ فقدان یمـه زهـ


وختــــه پـــهـ مـــا بــه اعتبار کوې نــور

چې دَ اســلافــو وړ نښـــان یمــــــه زهـ


ظـــاهــــره زهـ دَ جهـــان غــــم کومـــه

راحصــار کلــه پــهـ خپل ځــان یمه زهـ


ظاهر شینواری

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف