سائل صیب.......
کار چې د سپرلي هم د لمبے شي سړے څۀ او کړي
زړه چې پکښې داغ لکه ریدے شي سړے څه او کړي
ما خو راز د مینې پټ د ځانه هم ساتلے وؤ
اوښکې چې د سترګو نه را توے شي سړے څه اوکړي
ما خو زړۀ په ډیرو پرهرونو کښې هم پټ که خو
شونډې چې پاړ اونیسي پترے شي سړے څۀ اوکړي
نور که راته خپل نه وائي حق لري پردے به یم
خپل ځان چې د خپل ځانه پردے شي سړے څه اوکړي
کر مې هم د ګل کړے وؤ شوي هم ګلونه وؤ
ګل چې دې په سترګو کښې ازغے شي سړے څه اوکړي
سترګې خو سړے داسې مدام تړلے هم نه شي
سترګې چې د چا په چا خوګې شي سړے څه اوکړي
مونږ خو انتخاب سائله کړے وؤ د نیغې لار
نیغې نیغې لارې چې کږے شي سړے څۀ او کړي
Post a Comment