قلم قلم کلام
محمد زبير حسرت
بدلېږی شپه اؤ ورځ دوران واخله
بس داسې ما واخله جانان واخله
چې بازارونه د حرص اباد شو
نو د رشتو کورونه وران واخله
بيا د سرونو منډهۍ وۀ لګېده
ګرانه ګرانی ده ، خو ارزان واخله
يار له سحر ماښام ګُلونه لېږه
تۀ هم پۀ ښار کښې يؤ دُکان واخله
اے دَ یار یاده ! چې بل ځاے نۀ لرې
راشه زما دَ زړۀ مکان واخله
ځار لۀ شړشمو ښايستونو شمه
دَ پسرلی مېده با ران واخله
زړګيه ! مۀ کښېنه وزګار ، پاڅه
کۀ بل څۀ وس نۀ لرې ځان واخله
وخت پۀ هر حال روان دے نۀ ودرېږی
کۀ ودرؤلے شې کاروان واخله
پرچه مې تشه توره سپینه پاڼه
نۀ به وېم بيا چې امتحان واخله
هېڅ دَ رقیب پۀ خُلۀ باوَر مۀ کوه
راشه زما دَ خُلې بیان واخله
پۀ زړو څۀ کوے دَ زړۀ حسرته
چرته کښې پېغله چرته ځوان واخله
درېم دَ مارچ ، دوه زره څليريشت
لۀ مردانه پېښور ته پۀ لاره
ایک تبصرہ شائع کریں