یار مې د دروغو ـــــــــــ يوه جرنده ده
خلۀ ئې د ریښتیا ـــــــــ د پاره بنده ده
ډېر عمر ئې ـــــــ تېر منافقت کښې شۀ
سم د ګناهونو ـــــــــــــــــ يوه کنده ده
خوي د بې احساسه ــــــــ غلامانو کړي
ټوله دوسي ــــــــــــــــ د دۀ څرګنده ده
ويني چې زردار پښو ته ئې خکته شي
ټوله خوشامنده ـــــــــــ خوشامنده ده
کار ئې بدنامي ــــــــــ رسوا کول د بل
دې کښې مرتبه ــــــــــــ د دۀ بلنده ده
کسب ئې چغلي ــــــ او شېطانت کول
هره يوه چاره ــــــــ ئې بې خونده ده
ګرځي د غټانو ــــــــــ پۀ موټرو کښې
کور ته ئې ـــــــ زَړه بوجۍ زوړنده ده
Post a Comment