ستا نه بيئلېږم
لېونے کېږم
ته يې بې ننګه
زه درځارېږم
زړه کې دې غلا ده
زه پرې پوهېږم
ديدن دارو دي
زه پرې ښه کېږم
ته به مې اخلې
خو نه خرڅېږم
دا چې راياد شې
نو دريادېږم
تندے مې ښکل کړه
چې روانېږم
تۀ ښکلے کېږې
زۀ ميئنېږم
چې بل ته خاندې
زه پرې سؤزېږم
هاغه عابد يم
کله بدلېږم
Post a Comment