غزل
زما بخته! ګوره دا خبر هم شته دے
چې دنیا کښې د هُما وزر هم شته دے
چې قدم مې هم یاري راسره پرېښوه
اواز راغے چې لا نور سفر هم شته دے
ستـــا د مـــخ د ننـــدارې لـــۀ برکــــته
داسې اؤرو چې د قاف یو غر هم شته دے
چې زما په زړۀ تیارۀ ده، زۀ ئې څۀ کړم
کۀ رڼا ده په اسمان کښې نمر هم شته دے
هر څۀ وېشي خو څوک نۀ ورځي ارشاده!
په دنیا کښې یوۀ داسې در هم شته دے
ارشاد خالق
شانګله، پښتونخواه
۲۹ فروري ۲۰۲۴
Post a Comment