سعيد ګوهر: ژوند،شخصيت اوفن
ليك: سيدالامين احسن خوېشګي
په كال 1928ع خواؤشا كښې داوركزيودمرغان كلي نه حكيم علي نوازلورالائي ته تلواو مېشتهٴ كېدو نه پس دطبابت كار شروع كړو، وروستو هم دغه سلسله دهغهٴ دفارسي شعر ذوق او سياست ښهٴ شعور لرونكي زوي حكيم بهادر نوازهم جاري وساتله،دوي خپل بچي دعلم او پوهې په كاليو ښائسته كړهٴ.دبلوچستان دپښتواو اردو ادب درڼو منارو دې كورنۍ كښې يوه رڼه مناره ،شاعر،محقق،منتظم او وسيع المطالعه مينه ناك 'سعيداحمد' ګوهر،ددسمبرپه پينځويشتمه(25)كال نولس سوه اووهٴ څلويښتتم1947ع كښې د لورالائي كاكړۍ محله كښې حكيم بهادر نواز كره وزېږېدو.په خټه علي شېرزے اوركزے ،ګوهر،د ليكوالو وروڼوخداے بخښلي پروفېسر رب نواز مائل، اوپروفېسر محمود ايازمينځنے، په خپل ژوند اوليك لوست دمائل صېب بيشانه زيات اثر ګڼي'. لورالائي كښې ګوالمنډي پرائمري سكول كښې دابتدائي زده كړونه پس ئې لسم جومات په كال نولس سوه څلورشپېتهٴ 1964ع کښې لاهور بورډ نه پاس كړو. په كال1974ع كښې دبلوچستان يونيورسټۍ دپښتو تدريس نصاب دبورډ ممبرټاكلے كېدو نه پس هم په دې كال ئې څوارلسم د بلوچستان يونيورسټۍ ،او شپاړسم دپيښور يونيورسټۍ نه په كال 1979ع كښې پاس كړو۔
دپروفېسر محمود ايازدوېنا مطابق' ملازمت ئې انټر كالج لورالائي كښې دلېبارټري اسسټنټ په عهده څهٴ وخت كار كؤلو نه پس په 1964ع كښې ګورنمنټ ډګري كالج'كښې لائبريرين' په توګه شروع كړو.ګرېجوېشن نه پس لورالائي كښې داطلاعاتو محكمه كښې ايډيټر ولګېدو اوهم په دغه ښار كښې عبدالرحيم خان كلب كښې پبلك لائبريرئ كښې تر يو وخته سېكرټري هم وهٴ،كال نولس سوه دوه شپېتهٴ 1962ع كښې ئې د' پښتو ادبي ملګري لورالائي 'ادبي تنظيم ساز كړو، چې داردو پښتو شعري اوتنقيدي نشستونو ئې لوے محققين،اديبان او شاعران ښاغلي عبدالكريم بريالے، عمرګل عسكر،علي كمېل قزلباش،درويش درانے،رازق فهيم،افضل شوق،محمود ايازاو نورمخې ته راوستهٴ، يوازے دپروفېسر محمود ايازسكام ادبي اكېډيمئ پنځوسو نه زيات كتابونه شائع كړه'ٴ دډاكټر زبېر حسرت مطابق 'په16فروری 1986 ع كښې دسعيد ګوهر اوولسم ګرېډ ته په ترقئ پاكستان نېشنل سنټر ډېره غازي خان كښې دريزېډنټ ډائركټر په حېث تقرري وشوه، او دپروفېسر محمود اياز په قول،' هم دلته دوي اردوژبې ته مائله شول او اردو ئې تر يو حده دكور ژبه وګرځېده'.ډاكټرحسرت ليكي، 'ګوهر صاحب تركال 1992 ع هم په دغه عهده قلات او كراچۍ كښې هم پاتے شو، او په 23مارچ1993 ع بيا داطلاعاتو او نشرياتو مركزي وزارت كښې درېفرنس او ريسرچ څانګه كښې ئې د اسسټنټ ډائركټر په توګه تقرروشو، اوهم دلته نه اتلسم ګرېډ ته ترقئ او په 25نومبر1996ع كښې دډپټي ډائركټر پي ائي ډي په حېث چارج اخستو نه پس هم په دې عهده په 20دسمبر2002ع كښې ئې دمتعين وخت نه مخكښې ريټائر منټ واخستو۔ دايازداؤدزي صاحب دوېنا ترمخه 'ګوهر صاحب د'بزمِ فېض'بلوچستان كوېټه دصدارت اعزازلرلو نه علاوه،درائټرز ګِلډ،درېډيو پاكستان كوټې دپښتو پروګرام،دپښتو ادبي سوسائيټي' اسلام اباد' اود اسلام اباد دپښتون كلچرل سوسائټۍ ممبر پاتے دے '
پروفېسر محمود ايازوائي'دورځپاڼه 'مشرق-كوېټه' دپاره د'خوشحال كاكړ' په ادبي نوم نههٴ لس كاله هفته وار كالم ليكلو نه علاوه ئې د'هېواد-كوېټه' دپاره هم د'ګلان او ازغي'په نوم كالم ليكلو .وړومبے چاپ شوے كوشش ئې د'بلوچستان پښتو اكېډيمۍ ' مجله'ليكنځي'دے چې يوه ګڼه ئې ددوي او نورې دعابدشاه عابد په ادارت كښې په كال نولس سوه دوه اتيا 1982ع كښې معياري منظوم اومنثور اثارشائع كؤل.
اياز داؤدزے صاحب دوي' دپښتو، اردو، فارسۍ انګرېزۍ ،عربۍ اودعروض،بيان او معاني علمونوماهر ګڼي ،....'دوړومبۍ اردو شعري مجموعې 'پسِ ديوار'(جون 1985ع) ستائېنه كښې ئې دپروفېسر مجتبى حسېن،پروفېسر شميم احمد،پروفېسر سحر انصاري،پروفېسر وارث اقبال،او پروفېسر افاق صديقي اونورو محقيقينوله لوري مقالې وليكلې شوې. د اردوشاعرئ بل كتاب ئې 'ہوابرد'،د مضمونونو مجموعه ئې 'سلكِ گوهر'،'بلوچستان كے پشتون اردو قلمكار(تحقيق اوتنقيد)"،'لورالائی ميں اردو(تحقيق)'او 'مطلع الفجر' (حمد نعت او سلام وغېره) دي،'قفلِ ابجد' ئې بله شعري مجموعه ده.'په اوبو كښې تږے'(نومبر 2010ع)،په څيرى لمن كښې اميد(نومبر2000ع)پښتوشاعري،'تول پارسنګ'(تنقيدي مضمونونه)'عقيدت(حمد نعت،سلام)'،'پښتو عروض'(فني تنقيد) او 'سور لمر' درېډيو او ټي وى پښتو ډرامې دي.دملا حنان باركزي قلمي نسخه :تسكين القلوب'له فارسئ دوي پښتو ته راړؤلې او پرې ئې علمي مقدمه ليكلې ده،سيد خېر محمد عارف صاحب سره ئې په شريكه د'ملاحنان باركزي ديوان'(اپرېل 1996ع) ترتيب كړې اوپرې ئې حواشي اوتعليقات ليكلي دي. 'پټه خزانه في الحقيقت' (اګست1996ع) ئې بل اهم كتاب دے. ترجمو نه علاوه په ځنو پښتو كتابونو او نسخو ئې تحقيقي كار كړے دے.
د'پښتو ادبي غورځنګ 'ترسېوري لاندي دسعيد ګوهر په ياد كښې جوړسيمينار كښې نعيم ازادصاحب ته خپله مقاله كښې 'ګوهر په خپلو شعرونو كښې دټولنې دردونه په ډېره هنري بڼه منظوم كوونكے ښكاري'،جعفر ترين صاحب ليكي' سعيد ګوهر له غربه راپاڅېدلي بې مانويت نهٴ پالي،هغه خو دژوند ليكونكي دے حقيقت نګاري ددهٴ دقلم ښكاره نخښه ده'،داردو او پارسي ژبې شاعر علي بابا تاج ته دسعيد ګوهرمجموعه 'پسِ ديوار'، كښې 'د سعيد ګوهر له عقل مينې ،منطق،اواحساسه ماخوذې نتيجې درستې او الفاظ مناسب ښكاري'
'له علامه عبدالعلي اخونزاده نه په لاس راغلې او' دعلامه عبدالحي حبيبي كال1945ع كښې ژور او غوره تعليقاتو سره دپښتو ټولنې كابل څخه شائع شوې ' دمحمد هوتك بن داؤد خان 'پټه خزانه' چې وړومبے نقدپرې دقلندر مومندصاحب د مقالې مارچ 1976ع' پښتو' مجلې نه شروع شو، چې د'پټه خزانه في الميزان' په شكل كښې نور وضاحت سره مخې ته راغله. پټې خزانې خپل لوستونكي دوه ډلوموافقينو او مخالفينو كښې اووېشل،او دتائيد اوترديد يوه لړۍ دښاغليو استادمحمد اصف صميم او زرين انځور 'دپټې خزانې ميزان رښتيا ميزان دي '(مقالې-1369ش)،دسعيد ګوهر د 'پټه خزانه في الحقيقت'(اګست1996ع)، او دسيد محمود ظفر 'په تله كښې پارسنګ'(جون 1996ع) ،دمشتاق مجروح يوسفزي د'هذاما كنزتم'(1997ع) دهمېش خليل 'تول پارسنګ'(دوه برخې)،او'حقيقت دادے'جنوري( 1998ع)، دعبدالكريم بريالي'پټه خزانه دحقيقت په ائينه كښې'(2003ع)، دپښتوادب دقدامت ټاكلوداستناد اوانتقاددے بحث ادب ته ناوياته بخښنو كؤلو سره دتنقيد او تدقيق،مكالمې اومباحثې نوې ضابطې،نوي موضوعات،دعقلي اونقلي دليلونو تقابل،او روشونه وركړهٴ.كله خبره بې ځايه طوالت،غېر متعلقاتو،جذباتيت،او جزئياتو ته لاړه، اوكله موضوعاتي تكرار،فكري جمود او قامي او ثقافتي عقيدت پورې محدوده پاتې شوه،خو ددے ټول عمل په شا متحركه جذبه دپښتوادب سره مينه وه.دغه بحث ځانله چې 'پټه خزانه 'چاته 'پټه' او چاته 'څرګنده' ده؟،څوك ورته د كُلي او څوك دجزوي جعل نسبت كوي؟ ،څوك ئې'ناقابلِ ترديد حقيقت ګڼي'؟ اوڅوك ئې دسائينسي اصولو په رڼا كښې دتجزئي خبره كوي؟،خو دا به مبالغه نهٴ وي چې دقلندر مومند دكتاب نه پس ليكلو كتابونو كښې دسعيد ګوهر كتاب زيات علمي،فني،اوتحقيقي محاسن اومنطقي ربط لري،ددوي اعتدال،تحمل اوموضوعاتي يكسوئي دوي خپلو همعصرو كښې ممتاز كوي،دكتاب تبويب،تصويب،تهذيب،ژبه،استنباط،اختصار،ايجازاو ثمره ددلائلودصاحبِ كتاب دعلميت ګواهي وركوي.او شايد چرته چې د'پټه خزانه' دموندلو دعوى كېږي له هغه خاؤرې سعيد ګوهر وړومبے محقق دے چې بغېر له عقيدته دازادانه تحقيق په بنياد، بنا دخپلې رائې اظهار كوي.دمحترم عبدالكريم بريالي كتاب د خپل بيل مؤقف په اساس البته ځانله علمي حيثيت لري،چې له دغه كتاب داشاعت نه اووهٴ كاله پس مخې ته راغلو.خپلو اعتراضونو كښې سعيد ګوهرد مستشرقينو،ايرانيانو،دافغانستان دمحققينو،پاكستان كښې بلوڅو اوپښتنو محققينوداعتراضونو داحاطې كؤلونه علاوه د'پټې خزانې'سره متعلق شخصياتو،اسلوب ،املا،لفظياتو،اورواة متعلق بحثونوسره سره علمي حواشي او تعليقات هم ذکر کوی۔
عبدالكريم بريالے خپل كتاب'پټه خزانه دحقيقت په ائينه كښې'ددے كتاب متعلق 'دسعيد ګوهر عقلي تحقيق اوتخليقي تنقيد'تر عنوانه د355م مخ نه تر432م پورې تقريبا اووهٴ اويا مخونه استدارك او بحث كوي او دا خپل كتاب كښې غالبا دبريالي صاحب ،د قلندرصاحب دكتاب زېر بحث راؤړلو نه پس ،ترټولو اوږد بحث دے، چې دسعيد ګوهر صاحب دمعروضاتوپه جامعيت،او داعتراضونو په كامليت دلالت كوي.د'پټې خزانې' په باب له بلوچستان څخه زمونږ مخې ته ددغه دواړوموصوفوښاغليو محققينو دوه كتابونه،يو تائيد كښې،بل تنقيد كښې، مخې ته راځي، او دواړه دخپل مؤقف حق ادا كونكي ښكاري.تقريبا څلورڅلوېښت كاله روانې دې سلسلې دپښتو ادب ثقه محققين سخت علمي مشقت،نفسياتي بې قرارئ، او دمتعلقه مسكِتو جوابونود مستقل لټون عمل سره مخ كړهٴ،او دا روانه سلسله دوخت تېرېدو سره ځانله ديو بيل مكتب او سبك شكل اختياروي.
د 'سعيد ګوهر په ادبي پاڼه' موجوده دپاكستان ټيلي وژن مركزكوېټه، دسجاد احمد وړاندي كړي شوي پروګرام 'ملغلرې'، چې داپریل په پینځلسمه کال نولس سوه 2014ع كښې اپلوډ شوے دے، په لاس كښې سپينې تسبيح نيولې سعيد ګوهر،دكوربه درمحمد كاسي د مختلفوپوښتنو جوابونه داسې كوي:
'زهٴ دنمود ونمائش قائل نهٴ يم،...داسلام اباد ادبي ماحول كښې تصنع دے،...مونږد كلاسيكي شاعرانو(معيار) ته تر اوسه ونهٴ رسېدلو او دا په شا راتلل زهٴ دپښتو شعر زيان ګڼم،...زما خوښو شاعرانو كښې اول هغه دي چې خپل اسلوب لري،لكه سيد خېر محمد عارف،ربنواز مائل،قلندر مومند،غني خان،قمرراهي،شمس القمر انديش،اجمل خټك،سرور سودائي،دروېش درانے...'موجوده نسل چې زمونږ عمر ته راځي ډېر به وړاندے تلے وي،.. خپله شاعرئ كښې دياسيت دډېروالي دپوښتنې جواب كښې وائي،'درښتياؤ نه سترګې پټؤل حالات نه بدلوي،دخپلو حالاتو مطابق شاعري نهٴ كؤنكے شاعر ابديت نهٴ شي موندے،... د'لورالۤائي دادبي مكتب' په باب وائي،'لورالائيات' به يو لوے مقام حاصلوي،دغه خلقو په ادب اورجحاناتو ځان پوهه كړے دے،بيا ئې تخليق كړے دے.دوي رجحان ساز دي'
'زما دژوند ډېر نزدے ملګري عمر ګل عسكر،سيد خېرمحمد عارف او سرور سودائي دي،زړو شاعرانو كښې مې رحمان بابا،حميد بابا او شېدا خوښ دي،
دپښتو داخري منزل دپوښتنې په جواب كښې دوي وائي،' شاعران به مسودې ليكي،او وروستو به ئې ددوي نسلونه ضائع كوي،داحقيقت دے،موسيقار،مصور او هر فنكار سره دادشلمې صدۍ تر ټولو لوے ظلم دے...'ژبې له اخذ او قبول پكار دے،ژبه جامد شے نهٴ دےدوخت سره بدلون (قبلؤل)فطري عمل دے'،
'ادب كښې تخصص پكار دے،زهٴ چې په غزل نه پوهېدم غزل اسان وهٴ،چې پرې پوه شوم اوس راته ګران شو،...،په تكراري موضوعاتو كار نهٴ دے پكار،نوي موضوعات،نوې لارې پرانستل دي،چې دپښتو او پښتنو په خاؤره ددواړونوم لوړكري'
ددوي، پروفېسر محمود اياز،او دانيال طرير مرحوم دشاعرئ لفظياتي نظام قريبا يورنګ دے،شپه،بې بسي،سحر،رڼا،دېوال،ډيوه،مرګ،تازګي،اوښكې،ستوري.څراغ،كورددوي يو سبك او مكتب وضع كوي، ددانيال طرير او سعيد ګوهر دشديد ياسيت ډكه شاعري يوه نفسياتي مطالعه هم غواړي.اوپښتو غزل كښې ددوي تجربې او ارتقائي سفر دتحقيق موضوع هم جوړؤل دي.دوي داردو دپښتنو شاعرانو دتسلسل عمل هم روان ساتلے دے.
'پالے شاه' ډرامه چې مركزي خيال ئې دپروفېسر محمود اياز تروېنا د درمحمد كاسي وهٴ،ډېرو قسطونو كښې وچلېده، ياد فنكارجمال شاه ئې هيرو وهٴ او عيسي خان ئې اداكار وهٴ.
پروفېسر محمود ايازوائي 'دسعيد ګوهر درې لوريانې قنديل بدر،انجيل صحيفه،تمثيل حفصه،اودوه زامن، بلال اسود او دانيال طرير(مرحوم) پينځهٴ واړه شاعران او اديبان دي'.
پښتو اكېډيمي كوټه ئې دمحمود ايازصاحب ترتيب كړي شوي په نههٴ سوه مخونو مشتمل كليات د'ناياب ګوهر يم'په نوم شائع كوي.
عمر ګل عسكر صاحب ماسره ټيليفوني خبرو كښې اووئيل چې 'سعيد ګوهربلوچستان كښې دجديدې شاعرئ استاددے،دجدت بنياد ايخودونكيو كښې دسرسړے دے' په دې باب سيد خېر محمد عارف صاحب سره ،دمسلسل كوششونوباوجودزما خبرې اونهٴ شوې.
داګست په يويشتمه( 21)كال دوه زره لسم2010 ع دلسمې روژې په ماښام اووهٴ بجې دځلنده سترګيوڅښتن داسترګه ور،منكسر المزاج ،بې بدله شاعر،محقق،او شارح په ابدي سفر روان شواو هم په دغه شپه خاؤرو ته وسپارلے شو.رحمهُ الله رحمة واسعه
ایک تبصرہ شائع کریں