خوشحال خان خټک

شاعرې

جمعہ، 23 فروری، 2024

خوشحال خان خټک

 


ما    فراق  د  حبيبانو   ژاړ‍وي

زړۀ په ما د رقيبانو      سړوي


چې سيلاب زما د اوښکو را روان شي

عمارت  زما    د     صبر    نړوي


مينې زما په عقل وکړې هسې چارې

چې هلک مې په  خبرو اړوي


د فراق په شپه يې خوب په ما حرام کړ

دا يم مالګې مې په سترګو دوړوي


په پيغام يې د وصال هسې تازه شم 

لکه باد د ګل غوټۍ چې غوړوي


که د‌ زړۀ په محبت شي " خوشحال " ځوان دی

په دا سپين وېښته يې خلک زړوي 


خوشحال خان خټک

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف