کلام دې عبدالرحیم روغانی بابا
ستار وئیل چې ښۀ ستِار یم خو فنکار مې نشته
فنکار وئیل چې ښۀ فنکار یم خو ستار مې نشته
زۀ خپل وطن ته په ژړا شوم چې تۀ خوار ولې ئې
وطن وئیل چې زۀ خوار نه یم خو غم خوار مې نشته
ما دۀ هیواد نیستۍ ته اُووې چې اُوزې ولې نه
نیستۍ وئیل چې زۀ اُوزمه خو لار مې نشته
ما دۀ زلمي نه تپوس اوکړو. ئې بیکاره ولې
زلمي وئیل دَ کار سړے یمه خو کار مې نشته
ما دَ سوال باره کښې پیغلې داسې راکړو جواب
هر څۀ کولې شم وطن له خو اختیار مې نشته
ما لیوني نه تپوس اوکړو. تۀ بۀ جوړ شې کۀ نه
هغه وئیل چې دا نظام وي. نو اعتبار مې نشته
دَ پښتونخوا دَ زیړو پاڼو ونې داسې اُووې
دَ دې قابله یم چې شنه شم خو بهار مې نشته
سحر دَ ګل سترګې شوې ډکې دَ لختي په غاړه
وئیل ئې هر څۀ راته ډېر دي خو مالیار مې نشته
عبدالرحیم روغانی بابا
ایک تبصرہ شائع کریں