ټــــــــول کاڼې بوټي شي ډېوې،اسم اعظم وايمه
پـــــــه لاره ځــــــــم ستا د نامې ،اسم اعظم وايمه
لکه رباب مـــــې صورت اوچ، تاند آهنګونه پاشم
يـــــــم تـــار په تــــــــار خو د نغمې اسم اعظم وايه
جـــــــــــــانه!!! هــــــوا دې د کـاږۀ اوربل وهلی يمه
سلــــــــګی وهم د نېمې شپې ، اسم اعظم وايمه
نن ســبا ماته ژوند پلار شوی دی خو لاس يې آزاد
زۀ مسلســــــــــــــــــــــل ادې ،ادې ،اسم اعظم وايمه
د ســــــــــــــتا د ډوبو سترګو خيال د نرو شوڼدو فکر
لـــــه مـــــــــــېکدې تر مـــــــــــېکدې اسم اعظم وايمه
مــشاعره ده، شعر فهمي به څومره؟ څنګه وي خو
د خــــــــــــــــــــــپل رديف او قافيې اسم اعظم وايمه
يو ځـــای مــې سر دی نا آشنا بل ځای پرده نا آشنا
زه لـــــه رباب او لـــــه باجــــــــــې اسم اعظم وايمه
زه خو په تا ميين يم، ښه !! ته هم ميين يې په ما؟
لـــــه حـــــــــــادثې تر حـــــــــــادثې اسم اعظم وايمه
مــــــمتازه!!!! زه لالي په خدای باندې سپارلی يمه
خدای، خدای کوم،تسبې ،تسبې،اسم اعظم وايمه
Post a Comment