غزل
تلم او راتلم اخر خالي مکان ته ودرېدمه
زۀ چې لۀ ځانه مرور وم ځان ته ودرېدمه
دا شپه زمونږ د بدبختۍ حالونه چاته وائي
یوه شېبه د ستوریو ډک اسمان ته ودرېدمه
نور د دې ویړ جهان لۀ هر منظره غلے تېر شوم
تۀ مې ارمان وې اؤ زۀ خپل ارمان ته ودرېدمه
خداے ذده چې کومې ذائقې مې پۀ زړۀ اوورېدې
دا چې د شونډو د شکرو کان ته ودرېدمه
حق دے تسنیمه د باګرام د پریذادو جادو
راغلم اؤ څلي د ملنګ رحمان ته ودرېدمه
ریاض تسنیم

ایک تبصرہ شائع کریں