امجد شهزاد) دَ ژوند قيصه به درته څۀ کووم بې ننګه ياره

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Sunday, December 17, 2023

امجد شهزاد) دَ ژوند قيصه به درته څۀ کووم بې ننګه ياره

 



(امجد شهزاد)

دَ ژوند قيصه به درته څۀ کووم بې ننګه ياره

ستا بې رخۍ کړه پۀ ما لويه دنيا تنګه ياره


تۀ کۀ پۀ شونډو انکار وۀ هم کړې معنٰي نۀ لري

ما ته تمام احوال څرګند شو ستا لۀ رنګه ياره


ما لۀ چې را هم شې خيالونه دې وي چرته کښې ورک

هره شېبه وائې چې څۀ دې وئيل؟ څنګه ياره؟


سکڼے ماښام دے، جانان نشته زړۀ مې درد هم کوي

چاره يې نشته بې لۀ جام، لۀ نې و چنګه ياره


پښتونه غوږ شه چې دنيا کومه سندره وائي

لۀ دغه سُر سره تۀ هم شه هم آهنګه ياره


پۀ هر ساډوبي کېفيت کښې ترنم خوروي

ژوند عبارت دے ستا دَ شنو بنګړو لۀ شړنګه ياره


ټوپک يې غاړه کښې خو حال دَ بادرۍ يې دا دے

بيا هم ويرېږي دَ معصوم رباب لۀ ټنګه ياره

 

دَ هغه ښار دَ خلکو سوچ لۀ خپله قده هم ټيټ

اؤ وداني يې دَ اسمانه پورې دنګه ياره


دښمن کۀ ډېر بې وسه هم شي خو چې دوست يې نۀ کړې

کۀ لاس يې بر شو غورځوي دې لۀ ګړنګه ياره


هر سړے خپل بچي ساتي لۀ ښامارانو لرې

دا خلک ولې قلارېږي نۀ لۀ جنګه ياره


اې دَ پښتون دَ غم پۀ ګور ځنګل کښې ورک امجده

کله نا کله کور ته هم راځه ملنګه ياره

 

۱۲ دسمبر ۲۰۱۳- کلے

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف