عزیزمانیروال/ کله نا کله مې دا زړه خوږیږی

شاعرې

Wednesday, December 13, 2023

عزیزمانیروال/ کله نا کله مې دا زړه خوږیږی

 


وئیلی نشمه په څه خوږیږی

کله نا کله مې دا  زړه خوږیږی


هغه چې ووینمه نه خوږیږی 

هغه چې نه وینمه ښه خوږیږی


دخپل شاعر زړګی به څه اووائیم

کله خوږیږی کله نه خوږیږی


توبه توبه د بېلتانه د ټسه

زلمی وجوړ مې په ساړه خوږیږی


وعده چې ماته شي پښتو ماتیږی

په دې قسم دی پښتانه خوږیږی


دغره د سره یو ټپه کوومه

کلی کښې زړه ښار کښې مازغه خوږیږی

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف