سرو افقونو ته د سترګو یې کتی نۀ شمه
زۀ په دې لاره راروانې شپې کتی نۀ شمه
اف، د فنا له تصوره سترګې پټې کړمه
ځان ته ولاړې مخامخ لمحې کتی نۀ شمه
بوج مې ګوذارکړلو خو ډېره وېراني شانې ده
چاته یې وښایم، زخمي اوږې کتی نۀ شمه
چرته د ځان دا افسانچه راځنې هېره نۀ شي
ناول نګارو! د جهان قيصې کتی نۀ شمه
د سرلوړۍ کلامه! ښکته شه د شونډو نه مې
د غرضونو لاندې ټيټې ملې کتی نۀ شمه
په اخري ځل چې په کومو تمبو ووتله
اوس هاغه مخه اوس هغه تمبې کتی نۀ شمه
د وسوسې نه په زړګي دواړه لاسونه کښېږم
پرتې په لاره د منګي ټوټې کتی نۀ شمه
همداسې ښه ده دخپل زخم نخښې نۀ وینمه
شاته به نۀ ګورمه، خاپ د پښې کتی نۀ شمه
وه د رڼا خواهشه! څنګه ورته وګورمه
زۀ د قېصر د سترګو مړې ډیوې کتی نۀ شمه
Post a Comment