خېال می دې راغستې آؤروان ېمه په خېال پسی (آمېرمحمدسلطان

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Saturday, December 30, 2023

خېال می دې راغستې آؤروان ېمه په خېال پسی (آمېرمحمدسلطان

 

وخته  می نېولي  آٸېنه  ده   ځم په  حال  پسی

سپېنه رڼاورځ وړمه  د تورې  شپی  ھلال   پسی


حُسًن می د  سترګو  په کَشِشّ د   نذر  غاړه  کړه

ورک شومه د  زانه  د جانان  په   خدوخال  پسی


آوګوره  د ھرې شپی آنجام په صباؤن  کښی  دې

ژوند ثه معًُمه  ده ھر  عروج  وي  په  زوال  پسی


ځانته  بلًوُمه     رڼاګانې    د    آمېد      په     بام

ګرځمه  په  فکر  کښې د  خپل فکر  په ټال  پسی



غېږله د آرمان به  د احساس ګلاب   راؤړم  شھاء

ګدمه ھر قدم په قدم ځم د  وخت په   تال  پسی


ټول عمر می تېر  شو  په  حسرت د   تصُور   سره

ژوندمې په اِمکان اِمکان تېريږي کال په کال پسی 


ھېڅ په حقيقت ٸې رسېدلې  ده   آبھام   نه   يًم

ګورم   جوابونه  د  مجمله  ژوند  په  صوال پسی


ښکلو   منظرونو   له   سُلطَانه    تصوېرونه   وړم

خېال می دې راغستې آؤروان ېمه په خېال پسی


                          (آمېرمحمدسلطان)

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف