ددے تصوير متعلق راته يوه خپله واقعه رایاده شوه. د کال 1986 د دسمبر دوېمې جمعې په ورځ د مردان په کميونټي کونسل هال کښې يوه تعذيتي غونډه راجوړه شوې وه. په دغه غونډه کښې ما يو نظم اورولے وو. هفته نيمه پس راته خپل يو همزولي شاعر ووئيل چې فلانکي مشر شاعر ....... سره ستا د سټېج يو تصوير پروت دے، لاړ شه او خپل تصوير ترې راوړه، دغه وخت زۀ يو زلمے شاعر وومه نو ځکه به د سټېج تصوير ته خوشحالېدم، زړۀ کښې مې وئيل چې تصوير به راواخلم او په عشرت فوټو سټوډيو امين مارکيټ مردان کښې به ئې فرېم کښې بند کړم. خپل کور يا بېټک کښې به ئې يو مېخ ته اوېزان کړم. زۀ چې په منډه منډه او خوشحالۍ خوشحالۍ د هغۀ مشر شاعر خواته لاړمه نو اول مې سلام واچؤلو بيا مې ورته عرض وکړو چې تاسو سره زما د سټېج يو تصوير پروت دے، کۀ دغه تصوير دې ماله راکړو نو ډېره به ښه وي چې زۀ ئې په خپل رېکارډ کښې کېږدم. هاغه مشر زما په دې خبره ډېر غصه شو، ماته ئې ووئيل چې ته دومره د سټېج د تصوير اوږے ئې نو بيا به دې سټېج ته وخېژوو، نور تصويرونه به درله وباسو، ددغه مشر شاعر په دې خبره مې زړۀ ډېر خفه شو، ما ورته ووئيل، زماخو تاسو سره ددې تصوير نه بغیر هم ملاقاتونه شوي دي. زۀ هډو د تصوير اوږے نه يمه، ځان سره ئې سنمبال کېږده، زما هډو پکار نه دے. ډېر خفه خفه د خپل پلار دکان نصرالله سويټ مرچنټ امين مارکيټ ته واپس راغلم. خو داسې ښکاره شوه چې زما د خفګان احساس هغه مشر ته شوې وو، دری ورځې پس ئې په 30م دسمبر 1986 کښې هم دا تصوير زما بل يو همزولي شاعر ته ورکړو چې دا تصوير خيالي ته ورکړه. الله دې دغه مشر له جنتونه ورکړي .
Post a Comment