جامې رالنډې شوې بهر ترېنه قامت ووتو
د وضاحت د احاطې نه مې حالت ووتو
ښه ده چې ډېرو فرېبونوسړیتوب وروښود
زړۀ مې له کوره نن زما په اجازت ووتو
دا لېونی به سل یو نیم سل کاله نور وپائي
که د طفلانو له حلقې په حفاظت ووتو
زما په خیال، یو وارې بیا پېچلی شوی یمه
یو وارې بیا مې له بیانه سلاست ووتو
زمونږ جذباتو برجسته شانې اظهارغوښتلو
ځکه زمونږ د شاعرۍ نه علامت ووتو
هغه چې خپله آئینې ته نیزدې شوی نۀ دی
هغه روان دی د جهان په نظارت ووتو
دلته احسان د عبادت به په یو بل کېدلو
ځکه قېصر بېخي د خداې له عبادت ووتو
Post a Comment