'لاکلام ليک / خان ولې همدرد

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Monday, December 11, 2023

'لاکلام ليک / خان ولې همدرد

 



د ډېر ګران او محترم فېصل فاران صېب پهٔ ''لاکلام'' زما نظر

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ‌

څنګه چې د ''لاکلام'' خالق د یو فاضل عالم محقق لوئ نقاد او اعلی نثرنګار پهٔ حیثیت د لر و بر پښتون قام سره پهٔ یو خاص نام اشنا دی دغه شان ''لاکلام'' کښې هم د دې لیکوال بشپړه فنکارانه کمالات له هیچا پټ نهٔ دي. د دهٔ نازکخیالي، نقطه بیني، معنیٰ آفریني، منظر کشي، استعارې، تشبیهات، علامتونه، تلمیحات، ناویاتې او سنګینې قافیې کلاسیکي رنګ سره سره جدیدیت، بلندترین و نوي خیالات، نوي نویزي موضوعات و مضامین، او د نوو رجحاناتو پهٔ کارونه لاکلام کښې پهٔ هغه عروج دي چې زما توري یې احاطه نهٔ شي کولی.

سیند، جینۍ، کشتۍ، ایلۍ، کوړکوړۍ، هوسۍ، ستوري، سپوږمۍ، دشته، ځنګل، تاروګی، لولکۍ، کاڼي، ګلونه، بېره، بکیاڼه، ښون، او د بړ نه علاوه نور هم ګڼ شمېر علامتونه لاکلام کښې پهٔ هغه معیاري او شاعرانه انداز ځائ کړي شوي دي چې قابل داد دي علامتونه د لاکلام مهم توکي دي لاکلام کښې مشکلې قافیې سره سره پهٔ ګڼ شمېر نورو سختو لفظونو هم مشق و سخن شوی دی چې د غزل یا د شعر الفاظ هډو دي نه. مګر بیا هم دې سخنور د خپل وسیع العلم و دانش تجربې و مشاهدې فن و فکر بصارت و بصیرت له وجې دومره پهٔ هنر و لطفانه انداز کارولي دي چې د تخیل و عطفې شعریت و تغزل نه ډک شعرونه یې د اورېدونکي یا لوستونکي شاعرانه ذوق ته یو داسې خاص اپیل کوي لکه کوم تحریر یا تقریر ته چې یو څوک له ډېرو مودو راهسې لېواله وي لاکلام کښې یو څو غزلو نه علاوه چې پینځهٔ لس ۱۵ سېلابیز دي باقي تمام غزل یې یولس ۱۱ سېلابیز دي هر غزل یې مطلعې نه تر مقطعې پینځهٔ بیتونه لري علاوه د یو غزل نه چې اووهٔ ۷ شعرونه لري ظاهره خبره ده چې شعرونه څومره کم وی دومره به لفظیت و تکرار نه بچ وي او معیاري به وی لاکلام بې مقصده بې منعې شاعرۍ او لفاظۍ نه پاک پیجاؤ دی. لاکلام نه د دې لیکوال د وسیع علم، ژورې مطالعې، تجربې و مشاهدې، زیرکبینۍ،قام پرستۍ، انساندوستۍ، سنجیدګۍ، صادقانه جذبې او د مینې و محبت جوته پته لګي. ځکه چې د دې لیکوال د شعر هر توري کښې استاذکارۍ سره ایمانداري هم پهٔ اعلی درجې ده هر شعر یې له مقصدیته ډک دی د لاکلام تقریبن نیمې نه زیاته شاعري داسې ده چې پهٔ هر شعر یې کتابونه لیکل شي البته کلام دوه به پهٔ کښې داسې هم وي چې د هر چا د خوښې به نهٔ وي. سریزه کښې طاهر بخاري صېب د ''لاکلام'' نه تقریبن پینځهٔ څلوېښت شعرونه انتخاب کړي د دې نه علاوه هم دې کتاب کښې یو شمېر شعرونه داسې دي چې د ډېرو نوموړو شاعرانو پهٔ کتانو کښې یې د مقابلې شعر، نیم هم پهٔ مشکله پیدا کېږي.د بېلګې پهٔ توګه


اوس به پرې کښېني د یادونو مرغۍ

شنهٔ شول د خیال د ونې ټول ښاخونه


لکه شمع چې د شپې سره ګوڼېږي

تر سهاره یې سل ژبې درېده شي


ستا د شونډو تپ چې نشته نن ملګرې

خاموشي لکه د واورې راورېږي


د دنیا شور دې لاس نهٔ راوړي له ما ته

خپل وجود ته مې نیولي دي غوږونه


د رڼا تنده او دا دشته د شپې

توئیږي چرته کښې وله د ښپوږمۍ؟ 


د پلوشو کشتۍ کښې کښېني زما خوب فارانه

ځي پهٔ چپو کښې د سپوږمۍ د جزیرې پهٔ لوري


د ماښام خړه خوره شوه پهٔ ستانه کښې

راختلې به سپوږمۍ اوس پهٔ بلۍ وي


فارانه دواړه مې راښکي ګناه ته

د شپې جادو او کرشمه د سپومۍ


د ونې شاته یو ښکاري ولاړ دی

د ډنډ پهٔ خوا کښې یو ایلۍ ناسته ده


لکه د کاڼي دې خپل ځائ ونیسي

لکه د ګل دې وغړېږي سړی


جل پري پسې راوتې وو له کوره

دا چې کاڼي لوبوي د ګاړ پهٔ خوب کښې


زهٔ د یو داسې زمانې پهٔ خوب کښې ژوند کومه

چې د ټوپک پهٔ ځائ نیولي وي سپاه ګلونه


لاکلام کښې تقریبن درویشت غزل د تانیث یې (ۍ)روي لري یعني محترم لیکوال د جینۍ،سپوږۍ، کشتۍ قافیه پهٔ بشپړه توګه کارولې ده خو د لاکلام خوند یې خراب کړی خو څهٔ!؟ چې یو پهٔ سل ورسره خوندور شوی دی لاکلام کښې د جینۍ، سپومۍ او کشتۍ شعرونه هم پهٔ بشړه توګه شتون لري د لاکلام لیکوال چې د ''جینۍ'' پهٔ قافیه څومره میئن دی همدغسې یې د خوښې ردیف ''ګلونه'' دی لاندینۍ بېلګې یې ولولئ. 

 

د منجورې غوندې کښېنه د ښائست پهٔ قبر

د مړو ښار کښې جینۍ مه کړه پهٔ سرکاه ګلونه


ستوري، سپوږمۍ، شعمې، ډېوې، ګلونه

شپه که خزان دی شته پهٔ کښې ګلونه


د تاروګي پهٔ انتظار فارانه

سږکال به هم وچ شي پهٔ څوب ګلونه


ټوکېږي ستا د انتظار ګلونه

زما د خوب پهٔ کړه مار ګلونه


فارانه بیا به کله وټوکېږي

د زړهٔ انګڼ کښې رنګ پهٔ رنګ ګلونه


د سیند پهٔ غاړه چې کرې ګلونه

درپسې ونهٔ کړي شېرې ګلونه


زما د سوچ ځولۍ کښې نهٔ ځائیدل

د چا د مینې بې حساب ګلونه


رڼکه، کور، انځکه، کمبلۍ، ګاړ، زندۍ، چوباره،بهکشو، مذکوره لفظونه د دې کتاب د هغو دوه سوو یو شپېتو ۲۶۱ لفظونو، نومونو،اصطلاحاتو او علامتونو نه دي چې څهٔ پهٔ کښې د پښتو د ژبې هغه مترادف لفظونه یا اصطلاحات دي چې بعضو سیمو کښې شتون لري او بعضو سیمو کښې نه. او څهٔ پهٔ کښې د نورو مختلفو ژبو، اصطلاحاتو او تلمیحاتو نه ماخوذ دي چې د لفظونو سره همصفحي یې حاشیې کښې تفصیلات هم شامل دي یقینن دې کتاب کښې لوستونکو ته د استفادې بشپړه مواد موجود دي. 

لاکلام کښې چاپ کړې شوی شاعري تقریبن دوه زره ۲۰۰۰ء نه واخله تر دوه زره شپږم ۲۰۰۶ء پورې تخلیق شوې ده ماسوا د یو کلام نه چې د دوه زره پینځهٔ لسم ۲۰۱۵ء هم پهٔ کښې شامل دی. هوا، بدن، ژوند، وینټائن ډے، بهیتلۍ (سانیټ)، شپه او تنهائي (سکوئیل)مذکوره شاهکار نظمونه هم د لاکلام د ډېرې ستاینې وړ دي پهٔ دې کتاب لیکنې هم دوه زره پینځهٔ ۲۰۰۵ء نه تر دوه زره اووهٔ ۲۰۰۷ اخستې شوې دي خو له بده مرغه یې چاپ کولو کښې لس کاله تاخیر سره همعصر ادبذوقه لس کاله له اثره محروم پاتې شوي دي. 

د لاکلام یو څو باریکو کمښتونو ته هم د ملګرو پام راګرځول غواړم ❶ سږکال توری یو ځائ نه علاوه چرته سکال او چرته سخکال کمپوز شوی او بل تاروګی/تاروګے ځائ پهٔ ځائ تاروګۍ کمپوز شوی ❷ ص ۶۲ وېخ پر ځائ ویښ کمپوز شوی ❸ ص ۶۴ بوټی/بوټے پر ځائ بوټي یعني جمع کمپوز شوی ❹ ص ۶۸ راټوکولي پر ځائ راټوکولې کمپوز شوی ❺ ص ۷۵ قافیه مرغۍ مونث ده ردیف یې نشته دے پر ځائ نشته سم دی طاهر بخاري صېب هم د دې غزل یو شعر خپل لیک کښې پهٔ دې ډول لیکلی؛ چې د زړهٔ کلے پرې اباد ؤ زما، چم کښې مو اوس هغه جینۍ نشته ❻ ص ۷۶ لښتی/لښتے، لښتې کمپوز شوی ❼ ص ۱۱۱ کاریزي مړاوې شوې او شړ وچېږي..باید کاریزي مړاوي شؤل کمپوز شوي وی ❽ ص ۱۲۴ ما ''هم'' بایللې د خپل زړهٔ مورچه ده.. هم توری پهٔ کښې نهٔ دی کمپوز شوی ❾ ص ۱۵۵ زما د سوچ ځولۍ کښې نهٔ ''ځائیدهٔ''... د چا د مینې بې حساب ګلونه.. باید ځائیدل کمپوز شوی وی ❿ ص ۱۵۷ چې به سېلونه یې د بطو ''کوزېدهٔ'' پهٔ غاړه.... سېلونه جمع دي باید کوزېدهٔ پر ځائ ''کوزېدل'' کمپوز شوي وی.  

یو څو باریک کمښتونه ګرامر او کمپوزینګ کښې نور هم لري باید ځیرکتونکي یې باریک بینۍ سره بیا بیا ولولي چې لاکلام دویم چپ کښې باریکې خامۍ نه هم پاک پیجاؤ کړې شي ځکه چې لاکلام همعصر کتابونو کښې هغه پی مخی کتاب دی چې ثاني یې نشته محترم فاران صېب ته یو وار بیا مبارکي او داد ورکؤم د لا بریا پر هیله. 


پهٔ ډېر درانښت

خان ولي همدرد

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف