غزل
پسرلي راشي تېر شي موږ پکې دیدار ونه کړو
له ما سره فکر شي چې یو بل ته ازار ونه کړو
.
منګي یې سر ته کړه په تللو کې یې همځولو ته ویل
ګودر به څه کړو چې دیدن پرې د سرکار ونه کړو
.
زما او ستا د لېونو زړونو شریکه درزا
که مو کلاره نه کړه موږ به ترې کرار ونه کړو
.
په پولادي غرونو، په سرو دښتو کې لارې کوو
چې خوا ته یې راشو د جانان په زړه کې لار ونه کړو
.
سایله ژوند به یې څه،خوند به یې څه،رنګ به یې څه
چې په سندرو کې هم ذکر د دلدار ونه کړو
.
Post a Comment