فضل الرحمن فطرت / لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي

شاعرې

Saturday, November 11, 2023

فضل الرحمن فطرت / لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي

 




لوَندې زُلفې پاس پۀ بام هوا ته نيسي

ښکلې مخ هغه ګُلفام هوا ته نيسي


د يو چا خُمارو سترګو ته پرېوځي

يو څوک شګې ګام پۀ ګام هوا ته نيسي


سرچينه ئې ده د عطرو سازه کړي

د وجود هر يو اندام هوا ته نيسي


دځوانۍ نزاکتونه ئې ښکاره شي

مسته ځان لکه د لام هوا ته نيسي


دا قاتل منظر مې هره ورځې وژني

سپين رُخسار چې د ماښام هوا ته نيسي


هواګانې ئې راوړي خوند ترېنه اخلم

ګبين لبه خپل کلام هوا ته نيسي


فِطرت جانهú  هغه مسته تل له کسته

ما د کوم يو انتقام هوا ته نيسي ؟


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف