نه د چا په خوله غازي یم نه شهید یم
زه مقتول ټوټې ټوټې د ستا د برید یم
چې سلګۍ سلګۍ وي هغه محرم یم
چې د وینو په رنګ رنګ وي هغه عید یم
دا وطن زما . دی بې له باچا خانه
سیاسته!! منحرف له هر تقلید یم
زه د خپلې خاورې فکر یم جنابه
زه چې څومره یمه زوړ دومره جدید یم
د رڼا ناوې که سر شېندونکي غواړي
ای شب زاده! نېشنلی یمه کاندید یم
چې مرۍ پرې ویاړي زه هغه ټپه یم
چې پرې خپلې سترګې ویاړي هغه دید یم
هغه سر ممتازه نه یم چې هر چا ته
بې دلیله خوزېدلی په تایید یم

Post a Comment