چې ډکه وي له درده او له غمه ای جانانه

شاعرې

Wednesday, November 1, 2023

چې ډکه وي له درده او له غمه ای جانانه

 



چې ډکه وي له درده او له غمه ای جانانه

ګڼي ستا عاشقان  هغه لار سمه ای جانانه


په کوم نامه دې وبولم، په کوم لقب دې ياد کړم

ای ياره، ای نګاره، ای صنمه ، ای جانانه


دا رنګه راته وګورې چې کړي هر يو باڼه دې

زما د ژوندانه يوه شپه کمه ای جانانه


شايد ستا عاشقانو هغه شپه ژړلي نه وو

ګلان وو سهار پاتې بې شبنمه ای جانانه


ګرمي د هر سفر وه  بيا  دروېش  ته بې اثره

چې لاړ ستا په سايه کې څو قدمه ای جانانه

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف