غني خان
بادشاه خان ته خط
زما ګرېوان شلېدلى
ستا شنه قبا مزه کا
زما ډک جام د ميو
او ستا امسا مزه کا
چې شپه خلاصيږي توره
دنيا ويده وي نوره
ستا په هو هو کې ګوره
خندا زما مزه کا
په ښکلي وخت د سحر
لرې د ملکه بهر
د سوي لوي ځيګر
ورو ورو ژړا مزه کا
چې ورروان شي نسيم
ته په سجده په تعظيم
ستا بنده ګي او تسليم
مستي زما مزه کا
ته د سبا په تمه
زه د دنيا بې غمه
سترګې مې سرې پورنمه
لېونتوب دا مزه کا
Post a Comment