ســـتا دکلـــي ﻻرو د کـوڅـو په ديوالونو
نوم به دې ليکـــمه زۀ تر څـــو پۀ ديوالــــونو
نن سبا، هغه، چې څوک ئې نۀ پېژني، ساز دي
ډېــر اشــتهارونه وي د غلـــو پـــه ديوالـــونو
لـــرې چې د زړونو دروازې لــري هـــر چـــاتـه
څنګه به څوک واوړي د پښــتو په ديوالـــونو
بيا د چــــا ديـوال د پـرېوتو پــۀ تماشــــه دي
داچې خلق ناست دي پۀ چـنو پـۀ ديوالـــونو
ســــيوري دي وﻻړ، څـــاري رڼـا پۀ بلۍ باندې
څرنـګه سـپوږمۍ ګرځي دشــپو پۀ ديوالـونو
زړۀ کـښې زمـا غــــم دنا معلومو اندېښنو دے
وچ شــو کـشــمالو دښـــاپــېرو په ديوالــــونو
ها غه ورځې شـپې اوس د يادونو ديوالــونه
هاغه چـې ولـــــي په ګرځـيدو پـه ديوالــونو
ه ه ه ه ه
................
دا د کـومې مســــتۍ رنګ دے نـۀ پـوهــېږم
د خـپل ځـان سره مـې جنګ دے نۀ پوهېږم
لـۀ غـــېرتـه ورتـه حـــــال وئـيلے نـۀ شـــــم
دا پۀ چــــــا مې کړے ننګ دے نـۀ پـوهېږم
پکښـــــې څـوک آبادوي خــبر پــرې څـۀ دي
دا چـې کور د پښـــتون ړنګ دے نۀ پوهېږم
بــيا دې څــۀ فــتـنې پـېدا کــــړې اباســـينه
پۀ چـپو دې ســــور اورنـګ دے نۀ پوهـېږم
ولــي ســوځــمه دڅــۀ مـــــــينې لــۀ تـــاوه
چې هــــم اور دے هم کرنګ دے نۀ پوهېږم
Post a Comment