نظم : د رڼا سفر / ډاکټر محمد زبېر حسرت

شاعرې

Wednesday, November 1, 2023

نظم : د رڼا سفر / ډاکټر محمد زبېر حسرت

 
نظم    :  د رڼا سفر شاعر :   ډاکټر محمد زبېر حسرت   د  رڼا  سفر  دې  دغسې  ـــــــــ ــــــ روان  وی پۀ ذهنی توګه روښان دې  ــــ روهستان  وی   د دې دشتې سرابونه  ــــــــــ سرۀ شراب  شه دا شنۀ غرونه دې خوشبوی د ګل پۀ شان وی   پېوستون د مینې امن  ــــــــــــــــ تل قایم یه هر زلمے دې پۀ قدم  ــــــــــــــ د باچا خان وی   هر کتاب دې د نصاب    ــــــــــ خېر البیان وی هر اتل دې تل زمونږ  ـــــــــــ   پیر روښان وی   د خېبر دره.    ـــــــــــــــ دې  داسې وی روانه چې شادان مې پۀ کښې  لر  و بر  افغان  وی  " درست پښتون ـــــــــــ لۀ قندهاره تر اټکه "  منت بار دخوشحال خان ـــــــ د دې بیان وی  " کشکې  دا وارې کړی خپل ـــ اوښان بارونه نۀ د غاړې د جرس ـــــــــــ دې پۀ ارمان وی "  "میر افغان" ــــ دې شی سرخېل زمونږ د ډلې  ډلې ډلې پښتانۀ دې پرې ـــــــــــــــ نازان وی  زمونږ سمه زمونږ غر ــــــــــ دې سره یؤ شی برابر دې وی ــــــــــــ  زوزان وی کۀ ګلان وی  چې  هر  ځاې وی سره وروڼه دې راغونډ وی نۀ چې تار تار لېونی ــــــــ څیری ګرېوان وی  صبر  بویه  د حالاتو ـــــــــــــــــــ د  هر  جبر  د منګُل پۀ شان دې ـــــ یؤ موټے یؤ ځان وی  هر وګړې کۀ یؤ یؤ هم وی ـــــــــــــ کېمیا ده خو پۀ زړۀ ذهن چې یؤ ـــــــ پۀ هر زمان وی  اولسی پاڅون هر لوری ته ــــــــــ پۀ کار دے  د ننګ کار کښې  دې  تلوار  نۀ چې تاوان وی  زلمی جونه دې ــــ غورځنګ داباسین ـــ  شی ځی پۀ پۀ مخه سمندر ته دې ـــــــ روان  وی  کۀ وطن مو وی صحرا ــــ خو چې وی ستْره پښتانۀ پۀ کښې ــــــــ پۀ شان رېګِ روان وی  وسعتونه  ـ.....ــــــــ  مو نظر کښې نۀ ځاېږی نمرسپوږمۍ ستوری وطن مو لوې اسمان وی  قافیه  دې  تنګه  نۀ  وی  د ــــــــــــــ غزل مو  هر یؤ نظم ــــــــــــ دې پۀ شان د کهکشان وی  د  خبرو  ور  دې  بند  نۀ  شی  ـــــــــ حسرته! دغه یؤ موټے ټولګے دې تل ــــــــــ کامران وی  ۰۸ مۍ ۲۰۲۳ء / پېښور  Muhammad Zubair Hasrat



نظم    :  د رڼا سفر

شاعر :   ډاکټر محمد زبېر حسرت 


د  رڼا  سفر  دې  دغسې  ـــــــــ ــــــ روان  وی

پۀ ذهنی توګه روښان دې  ــــ روهستان  وی 


د دې دشتې سرابونه  ــــــــــ سرۀ شراب  شه

دا شنۀ غرونه دې خوشبوی د ګل پۀ شان وی


 پېوستون د مینې امن  ــــــــــــــــ تل قایم یه

هر زلمے دې پۀ قدم  ــــــــــــــ د باچا خان وی


 هر کتاب دې د نصاب    ــــــــــ خېر البیان وی

هر اتل دې تل زمونږ  ـــــــــــ   پیر روښان وی 


د خېبر دره.    ـــــــــــــــ دې  داسې وی روانه

چې شادان مې پۀ کښې  لر  و بر  افغان  وی


" درست پښتون ـــــــــــ لۀ قندهاره تر اټکه " 

منت بار دخوشحال خان ـــــــ د دې بیان وی


" کشکې  دا وارې کړی خپل ـــ اوښان بارونه

نۀ د غاړې د جرس ـــــــــــ دې پۀ ارمان وی "


"میر افغان" ــــ دې شی سرخېل زمونږ د ډلې 

ډلې ډلې پښتانۀ دې پرې ـــــــــــــــ نازان وی


زمونږ سمه زمونږ غر ــــــــــ دې سره یؤ شی

برابر دې وی ــــــــــــ  زوزان وی کۀ ګلان وی


چې  هر  ځاې وی سره وروڼه دې راغونډ وی

نۀ چې تار تار لېونی ــــــــ څیری ګرېوان وی


صبر  بویه  د حالاتو ـــــــــــــــــــ د  هر  جبر 

د منګُل پۀ شان دې ـــــ یؤ موټے یؤ ځان وی


هر وګړې کۀ یؤ یؤ هم وی ـــــــــــــ کېمیا ده

خو پۀ زړۀ ذهن چې یؤ ـــــــ پۀ هر زمان وی


اولسی پاڅون هر لوری ته ــــــــــ پۀ کار دے 

د ننګ کار کښې  دې  تلوار  نۀ چې تاوان وی


زلمی جونه دې ــــ غورځنګ داباسین ـــ  شی

ځی پۀ پۀ مخه سمندر ته دې ـــــــ روان  وی


کۀ وطن مو وی صحرا ــــ خو چې وی ستْره

پښتانۀ پۀ کښې ــــــــ پۀ شان رېګِ روان وی


وسعتونه  ـ.....ــــــــ  مو نظر کښې نۀ ځاېږی

نمرسپوږمۍ ستوری وطن مو لوې اسمان وی


قافیه  دې  تنګه  نۀ  وی  د ــــــــــــــ غزل مو 

هر یؤ نظم ــــــــــــ دې پۀ شان د کهکشان وی


د  خبرو  ور  دې  بند  نۀ  شی  ـــــــــ حسرته!

دغه یؤ موټے ټولګے دې تل ــــــــــ کامران وی


۰۸ مۍ ۲۰۲۳ء / پېښور



شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف