(په نني وحدت کښې دا ليک چاپ دی, په دې کښې د تحقيق په لحاظ لږه نوې غوندې خبره شوې ده, په دې موضوع زما شرحه او کار روان دی خو د ښاغلي نورالامين يوسفزي صېب په کتاب ليکلې سريزه کښې په روانه کښې دغه بحث ليکل شوی دی ددې کبله مې ترې دا اقتباس راوړې دی.)
........................................................................................
سرخېل او باني
.......................
هسې خو پښتو کلاسېک ټول حېرانونکی کمالونه لري خو زه دې خبرې ته هم حېران يم چې تر اوسه سکندر خان خټک څنګه او ولې داسې نظرانداز شوی دی, د خبرې د وضاحت نه وړاندې د سکندر خان د عصر تعين کوو نو پوهېدل به اسان شي, سکندر خان د خوشحال بابا په عصر کښې شعر ليکلی, د خوشحال بابا نه پس په نزدې وختونو کښي د رحمان بابا عصر دی, ورپسې عبدالحميد مومند دی, د حميد بابا په شعرونو کښې بلها ځايونه د رحمان بابا شعرونه د لفظونو په لږ ډېر بدلون په نظر راځي د کومې نه چې ظاهريږي چې حميد بابا د رحمان بابا د کلام د ونې ګوور سيوري ته ښه ډېره ناسته کړې ده, په قام قبيله هم يو دي خو په کلام کښې ئې د رحمان بابا ذکر په نظر نه راځي خو دغه خبره به کله بيا شي, دا خبره ظاهره شوه چې د حميد بابا, کاظم خان شېدا او علي خان دور د سکندر خان خټک نه ډېر وروستو راځي, په پښتو ادب کښې تر اوسه د سبک هندي په لړ کښې هم د دغه درې واړو اتلانو نومونه په سر کښې ياديږي خو زه ددې سره لږ غوندې اختلاف لرم, زه ددې ټولو نه وړاندې سکندر خان خټک ددې سبک په پښتو کښې باني او سرخېل ګڼم, ددې خبرې څو دليلونه ستاسو مخې ته راوړم.
سکندر خان خټک د خوشحال بابا کشر ځوي دی او زما په اند شاعري ئې بيخې د خوشحال بابا عکس دی, د خپل پلار سره د ځان مقائسه ئې په شعرونو کښې خپله هم وړاندې کړې ده لکه چې وائي:
که د خان شعر پياله ده د سر زرو
د سکندر وئيل پرې پاسه منبت کا
په دغه شعر کښې سکندر خان د خوشحال بابا شعر د سرو زرو پياله ګرځولې ده او خپل شعر ئې په دغه پيالې د پاسه د نقش او نګار په توګه ستائلې دی چې دغه پيالې ته ئې نوره ښکلا ور کړې ده, زه نه پوهېږم چې تر اوسه سکندر خان خټک ولې نظر انداز شوی دی او د څېړنکارو دغه اړخ ته نه دی پام شوې خو تر څو د سبک هندي خبره ده په دغه لړ کښې څو شعرونو ته ستاسو پام راګرځوم, لکه دا شعر وګورئ:
قطره څاڅکی د شبنم په نيلوفر دی
که ګوهر ښکاريږي ستا په دا نسرين مخ
مونږ که دا شعر لږ وسپړو, نيلوفر د ,,برسنډې ګل,, ته وائي کوم ته چې په هندۍ اردو کښې ,,کنول,, او په انګرېزۍ کښې ورته ,, لوټس,, او ,,للي,, وائي, دا ګل خپله د اوبو د پاسه ژوند کوي, نو لومړې د کمال خبره خو هم دغه ده چې د اوبو د پاسه د ګل په پاڼو د شبنم قطرې ته داسې پام کول, بيا په مخ د خولې قطره او ددې قطرې د ګوهر سره تشبيه د کمال ځکه ده چې د خولې قطره, د شبنم قطره او ګوهر رنګ نه لري په انګرېزۍ کښې چې ورته ,,ترانسپېرنټ,, وائي, بل اړخ ته د سکندر خان په دې شعر کښې ګل نسرين راوړل دا هم ښائي چې سکندر خان په لفظونو څومره قادر دی ځکه چې ګل نسرين داسې پړق لري چې په نمر کښې ورته سړی وګوري نو سترګې برېښوي او لکه د ائينې ځلا لري, دغه ځلا ته که د تصوف د لارې وکتل شي نو يو بل رنګ هم ځېږوي او دغه رنګ د سکندر خان په کلامونو کښې ډېر پرېمانه هم دی خو دلته زما غرض دغه نه دی,
د سکندر خان خټک شاعرانه استعارې او پوره پوره خيالونه هم ما د سکندر خان نه وړاندې ددغه صف او نورو شاعرانو په شعرونو کښې ليدلي دي لکه د شېدا مشهور شعر دی:
په خلاف د خپل تاثير سرمه سائي شوه
چې د سترګو ئې لا زياته ګويائي شوه.
د سرمې دغه تاثېر او ددې شاعرانه استعاره په شعر کښې د شېدا نه ډېره وړاندې سکندر خان خټک زما په اند د شېدا نه زياته پرمعنې او خوندوره کارولې ده:
ستا د سترګو په شرابو کښې رانجه وو
هر شهيد به لکه ګونګ پاڅي له خوابه
د شېدا شعر په خپل ځائی د کمال دی خو د سترګو د کاڅو تشبيه او د شهيد ګونګ پاڅېدلو د سکندر خان خټک شعر ته بې مثله ښکلا بخښلې ده, داسې بلها مثالونه دي چې زما ئې دا يقين پوخ کړی دی چې د دې صف د يادو شاعرانو نه ډېر وړاندې سکندر خان خټک ددې سبک بنياد اېښودې وو, د دليل د پاره د سکندر خان څو شعرونه راوړم, شائد چې د څېړنکارو دې اړخ ته پام راګرځولو ته کافي وي:
اتشدان دی د خورشيد ستوري بڅري
چې اسمان پورې په ځان کړ اور د عشق
نرګس هسې ستا شهيد سترګو بيمار کړو
په قوت شو د همسا له ځمکې پورته
يار د ما دی لکه شمع چې ئې ياد کړم
که روشن کړه کور په تېلو په روغن څوک
پرورده به کړم حنا د زړۀ په وينو
که دلبره لاس و پښې باندې تصوير کا
چې بې سرو پايه ټيټ شي تواضع دی
صراحي د تويېدو په وخت نفير کا
د غمونو تر ميوو لاندې شي ټيټه
چې غايت ته ورسي شجر زما
دا د زړه پارچې مې توئې شوې له سترګو
هو لاله په جوی کښې خور درومي همېش
زما اوښو کسي يوړل په هجران کښې
لکه سيل راشي روزن د چمن مات کا
د نېکانو په صحبت کښې به هم نېک شي
لاله رنګ د شبنم سور ابدار پېدا کا
ګويا تا دي د يمن په ملک خندلي
چې معدن په کښې پېدا شو د عقيق
دواړه سترګې مې حلقې کړې دانې اوښې
په ارزو ئې هغه خيال د بشر نيسم
ګوندې نور په غلطۍ په کښې را توی کا
پاره زړه په لاله زار کښې سحر نيسم
داسې شعرونه د سکندر خان خټک په کلام کښې ځائی په ځائی پرېمانه موجود دي چې په دې خبره دلالت کوي چې د سبک هندي سرخېل هم سکندر خان خټک دی او هم دغه خبره د حېرانۍ ده چې تر اوسه سکندر خان ولې پټ پاتی دی زما په خيال دوه علتونه کېدې شي چې يو خو ئې کلام ناياب وو او بل مشهور هم نه وو دغه د شهرت داستان هم د بلها غمونو ډک دی, دلته دغه څېړل زما مراد نه دی او ددې ليک نه مې د سکندر خان خټک د نورو سره مقائسه هم غرض نه دی, زما عرض يواځې دومره دی چې دا قسمه څېړنې د چا کار دی د هغوي پام دې ته راوګرځوم نو کېدې شي چې د سکندر خان خټک حق څه نا څه ادا شي.
په وفا کښي که دې سر لکه قلم کړو
د زمين په ورق تورې د قلم شوې
زلفې ستا لکه سنبل په کښې ول ول دي
په فراق کښې که مې دواړه سترګې زيم شوې
د اهونو باد مې هم نه دی بې ځايه
پېچ و تاب پرې دواړه زلفې د صنم شوې.
........................................
ایک تبصرہ شائع کریں