یو شاعر خپل نفس ته په خطاب کې وايي:
ای نفسه !
آیا هغه وخت نه دی راغلی، چې ځان پوه کړې او ګناهونه پرېږدې؟
زه دې وینم، چې بد کارونه ډیر په شوق ترسره کوې، خو نېکو کارونو ته دې بیا ملا ماته وي او که کله یې ترسره کوې هم، نو په شنه زور یې ترسره کوې!
امام ابن الجوزی رحمه الله فرمايي؛
ما چې ژور فکر وکړ نو راته معلومه شوه، چې دوزخ ته د ورتلو لوی سبب ګناه ده او کله ، چې مې په ګناه کې ژور فکر وکړ، راته معلومه شوه چې د یو څو شېبو خوند لپاره ترسره کیږي او کله چې مې په خوند کې ژور فکر وکړ، نو یوازې یو دوکه، ذلت ، چټلي راته ښکاره شوه.
خو اوس پوښتنه دا ده، چې یو هوښیار انسان ولې دې ته تیاریږي ، چې د دې ناچیزه خوندونو له امله دوزخ ته ورتلل غوره کوي ؟
📚 د خپلې ځوانۍ ساتنه وکړئ !

Post a Comment