صاحب شاه صابر /زړه خو چې تا په مخه واخیستمه

شاعرې

Thursday, November 2, 2023

صاحب شاه صابر /زړه خو چې تا په مخه واخیستمه

 


غزل

- ډاکټر صاحب شاه صابر

کتاب-قامتونه قیامتونه


________________

زړه خو چې تا په مخه واخیستمه

ټولې دنیا په مخه واخیستمه


زه په خپل ښار کښې لکه ورک لیونے

داسې سودا په مخه واخیستمه


ځه د‌ ارمان دعا قبوله شوله

غم په رښتیا په مخه واخیستمه


ما يي ایله د‌بڼو جنګ اولیدو

زه يي بیګا په مخه واخیستمه


نن د احساس ګریوان ته لاس اچوم

نن يې صفا په مخه واخیستمه


د‌ اسمانونو زور ته ودریدمه

خو ستا ادا په مخه واخیستمه


خپلو خیالونو د‌ نظره کړمه

خپلې ادا په مخه واخیستمه


د‌ خورو زولفو لیونو خیالونو

څه وارخطا په مخه واخیستمه


#صابر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف