غني خان / نۀ ساز شو نۀ سوز شو بس هسې ژوند تمام شو

شاعرې

جمعرات، 2 نومبر، 2023

غني خان / نۀ ساز شو نۀ سوز شو بس هسې ژوند تمام شو

 



غزل


نۀ  ساز شو  نۀ سوز شو  بس هسې  ژوند تمام  شو 

 نۀ خوب شو  نۀ شړنګ شو   نۀ  یاد  ګل اندام   شو


دا توره توره شپه راغله نۀ ستوري نۀ  سپوږمۍ لري 

ځواني  وه  لاړه لاړله  یؤ ګوټ او   خالي جام    شو 


يؤ ستورے د سبا ؤ  لاړ    سور ګل    یؤ د لاله ؤ لاړ 

سور نمر  زیړے زیړے  شولو  نرے نرے   ماښام  شو 


قِصه د حسن هېره شوه    مزه   د مستۍ تېره  شوه 

ملا   بانګ  د   سبا  ووې اخر   په سول   خیام   شو

 

مستي بې پروائي ورکه په خود کښې بې خودې ډوبه 

ګوره    لیونے   هم   نن    باچا   ته   په   سلام   شو



شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف