منظر فریادي \ ټول عمر به دې ستائـم، ټول عمر به دا ستا یم

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Thursday, November 30, 2023

منظر فریادي \ ټول عمر به دې ستائـم، ټول عمر به دا ستا یم

 


غزل


ټول عمر به دې ستائـم، ټول عمر به دا ستا یم

خو دومــره راته ووایه جانانـه چې زه ستا یم 


پروا نشـــــــته زمـا په زندګۍ دې پوره نه شي

یو داسې نامعلومــه وعده راکړه چې پرې پایم


چي تاته په کتو شم خلک ماته په کتو شي

ټول لوئ واړه مي پيژني چي ستا لیونے دایم


په دې دنیا نیمــــګړي به زما سره نور څه کړي

بس ستا په یو نظــر سودایي شوے په دنیا یم


یو ته راپورې مـــه خــانده جانانه خـــفه کیږم

منــظر فـریادي خیر دے که د خلکو د خندا یم


منظر فریادي


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف