شاه سعود/سترګې بل څۀ له پیدا وې رڼا بل څۀ له پیدا وه

شاعرې

Thursday, November 2, 2023

شاه سعود/سترګې بل څۀ له پیدا وې رڼا بل څۀ له پیدا وه

 


سترګې بل څۀ له پیدا وې رڼا بل څۀ له پیدا وه 

مونږه بل څۀ ترینه جوړ کړل دنیا بل څۀ له پیدا وه  


دې له نه وو سوداګرو چې بازار ورپسې يوسۍ 

غرونه بل څۀ له پیدا وو صحرا بل څۀ له پیدا وه  


موسکا دې لپاره نه وه چې دهوکه پرې چاله ورکړې 

موسکا مینه وه ظالمې موسکا بل څه له پیدا وه 


مخ تصوير لپاره نه و اداکارې ! دنيا دارې !

شرم بل څۀ له پیدا وو حيا بل څه له پیدا وه  


د ژړا مرتبه لویه وه توبې پرې قبلیدلې 

نمایش لپاره نه وه ژړا بل څه له پیدا وه 


زندګي يې زندګۍ لپاره تیره کړه سعوده

مجنون بل څه له پیدا وو ليلا بل څۀ له پیدا وه 

🌻

شاه سعود

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف