مینه سر کښې څــــه اسانه غوندې ښکاري
رسول يې سر تـــــــه ګرانه غوندې ښکاري
نه هغه راځي، نــــــــــه زه ورځم تپوس له
دا خبره خو څـــــــــه ورانه غوندې ښکاري
زړه کښې وايي چـــې لا هغسې ژوندے دے
ما چــــــــــې وویني حیرانه غوندې ښکاري
مالومېږي چې مې خیــــــــــر د زړګي نشته
نن په ما چې مهـــــــــــربانه غوندې ښکاري
دلته شته دے د مجنون د پښو خاپـــــــونه
دا صحرا راتـــــــــــــه ودانه غوندې ښکاري
مشغولا لره یې راشـــــــــــــــــه د یار خیاله
زړه مې ستړی او ستومانـه غوندې ښکاري
ستا دیدن ځکه د ســـــــــر په قیمت اخلم
دا سودا راته ارزانـــــــــــــه غوندې ښکاري
هغه روح چې د محفل دی څوک خبر کړئ
مجلسونه، څه بې جانـــــه غوندې ښکاري
تصور دې د اسرار د لارې مل شــــــــــــــو
لار د ژونـــــد ځکه روښانه غوندې ښکاري
ایک تبصرہ شائع کریں