لکه د ګل په شان ازغو کښې اوسم
جانانه ستا په وسوسو کښې اوسم
زما د مینې دنیا ورانه شوله
مړه شوم اشنا خو په ژوندو کښې اوسم
زه بې وفا نه یم چې تا به هېر کړم
زه په امید ستا د راتلو کښې اوسم
ته چې هر څه کوې اختیار دې خپل دے
اېمن اداس ستا په کوڅو کښې اوسم
المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف
Post a Comment