بادشاه الدين مشکور / وسومه اورونه دي ستا مينه کې

شاعرې

Wednesday, November 1, 2023

بادشاه الدين مشکور / وسومه اورونه دي ستا مينه کې

 


غزل


وسومه اورونه دي ستا مينه کې

ياره ! انګارونه دي ستا مينه کې


زړه يې راته  تور له  محبته کړو

څه بلها غمونه دي ستا مينه کې


سترګې  دې خوړل باڼه  وژل کوي

وبه مرم مرګونه دي ستا مينه کې


سپينه دغونډه  زنه  دمڼې  په شان

سرې شونډې ګلونه دي ستامينه کې


بيا هم زه مشکور نا شکري نه کوم

خير که تکليفونه دي ستا مينه کې


     (بادشاه الدين مشکور)

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف