يو استاذ راله پيدا کړئ خو پښتون راله پيدا کړئ

شاعرې

ہفتہ، 28 اکتوبر، 2023

يو استاذ راله پيدا کړئ خو پښتون راله پيدا کړئ

 




غزل ـ ارواښاد سيف الرحمن سليم


دې بې کچه اضطراب کښې لږ سکون راله پيدا کړئ

ميکدې پله څوک ورشئ لږ ژوندون راله پيدا کړئ


زه يواځې شومه خلکه يو ملګرے مې پکار دے

دانشورو نه مې بچ کړئ څوک مجنون راله پيدا کړئ


د جومات استاذ عرب دے په مکتب کې ډهلي وال دے

يو استاذ راله پيدا کړئ خو پښتون راله پيدا کړئ


د باچا ګډې تالا شوې شرمخان ورته ګډېږي

چې شپېلۍ کښې يې تاثير وي هغه شپون راله پيدا کړئ


تورې زلفې به کړم هيرې ميکدې نه به توبه کړم

چې خيالونه مې سپرلي کړي څه مضمون راله پيدا کړئ


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف