غزل
دا څه وړه خبره نۀ ده ــــ چې په ما پوهه شوې
زما د سترګو نه ـــــــــــــ زما په تمنا پوهه شوې
ما د دروغو جامې واغوستلې ـــ خپل مقصد له
ستا د رسا ذهن کمال وه ــ په رښتیا پوهه شوې
بیا مې څه نوې اراده ـــــــ زړۀ کښې راوپنځېده
خو اروا پوهې جلې! تۀ هم شاید بیا پوهه شوې
هجوم خو واړه ـــ ستا په لور متوجه غوندې وۀ
په نۀ کتو کتوکښې تۀ هم په هر چا پوهه شوې
سترګې دې تاو کړې په خندا خندا روانه شولې
څومره په ښه توګه دعشق په مدعا پوهه شوې
سره ددې چې ــــــــــــ ابتدا په تجسس ډکه وه
تۀ نو ددې قیصې ـــــ په ټولې انتها پوهه شوې
ما خو د غرونو څوک ساده غوندې انسان ګڼلې
قېصره!څه رنګه مې تۀ د زړۀپه غلا پوهه شوې
ایک تبصرہ شائع کریں