ماښام خټک / څۀ کوي څوک دې څۀ دې پاره خلق

شاعرې

Saturday, October 28, 2023

ماښام خټک / څۀ کوي څوک دې څۀ دې پاره خلق

 




څۀ کوي څوک دې څۀ دې پاره خلق

ځي راځي تل پۀ دغه لاره خلق


زوړند سرونه مرګي حاله جُوثې

لکه د ژوند نه وي بېزارہ خلق


دغه روزګار د لېونيانو ښۀ دے

لاره کښې کېنه بس دے شماره خلق


دغه ټول وران کلی به بيا اباد شي

زړۀ ماتي شوي دي د ښاره خلق


لکه پۀ سر د چا جلاد ولاړ وي

داسې خاموشه دي له ډاره خلق


اوس يې ماښامه! پناهۍ وکړلې

چې بې پردې شول پرده داره خلق


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف