ته ډېر ښکلی یې خو ستا قصه برباده / ممتاز اورکزے

شاعرې

Thursday, October 26, 2023

ته ډېر ښکلی یې خو ستا قصه برباده / ممتاز اورکزے

 




بار ديګر

________________________________

ته ډېر ښکلی یې خو ستا قصه برباده

له   عجبه    کربه ډک  ژونده   نیمزاده


هرې    خوا    نه     په   زړو پیمانو لګم

ذوقه    نوې   پیمانه   مې   کړه ایجاده


یا تور ټانک په ښېښو خیژي بل شان شور دی

یا  له   بدې    ورځې    اوځم    له هېواده


 تانه  څوک    ګېله    کوي    نوکر سړی یې

ته لېمو    کښې    اوښکې مه ساته جلاده


چې  کداله       چلوې        نړوې     غرونه

اوس.   هفه    زمانې    چرته   دي فرهاده


دومره    زر   څنګه   زړۀ غواړې مسلمانه؟؟

دومره   زر   خو  لاس نه وینځم له جایداده


په    قصې    پورې    اړه         لري    ممتازه

زما       هره     قصه     نه    اوځي    له یاده

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف